اسلام آباد۔31اکتوبر(اے پی پی) د سارك چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري صدر افتخار علي ملك وئيلي دي د افغانستان د 22.8 ملين نه زياته وداني او 3.2 ملين كوچنيان د خوراك عدم تحفظ سره مخ دي ٬ د خوراك كمبوت نه بچ كېدو له به فوري كارروائي كول وي۔ دا خبره هغه د خالي په ورځ د پنجاب یونیورسټی ډین فېکلټی آف انفارمېشن اېنډ میډیا اسټټیز پروفیسرډاکټر خالد محمود په مشرۍ كښې د “تھنک ټېنک” د لوړې كچې پلاوي سره خبرو كښې وكړه۔ هغه ووئيل كه نړيوالې ورورولۍ د بې حسۍ څرګندونه وكړه نو د دې په نتيجه كښې ګډوډې رامخې ته كېدې شي او كورنۍ جګړه هم پېل كېدې شي چې نتيجې به ئې افغانستان سره سره ټولې نړۍ له تباه كن وي۔ هغه ووئيل په افغانستان كښې يوازې 5 فيصده كسانو ته مناسب خوراك ترلاسه كېږي۔ هغه ووئيل د غېر ملكي مرستې ناڅاپي بندېدو سره يوه لويه خلا رامخې ته شوې ده او اندېښنه ده چې راروان كال كښې 90 فيصده افغان آبادي د بې وزلۍ لكيرې نه ښكته لاړه شي۔ د دې صورتحال مخنيوي له د پاكستان د مرستې ستائنه كولو سره هغه ووئيل پاكستان افغانستان ته د ضروري څيزونو لېږلو لړۍ روانه ساتلې ده۔
د افغانستان د 22.8 ملين نه زياته وداني او 3.2 ملين كوچنيان د خوراك عدم تحفظ سره مخ دي ٬ افتخار علي ملك
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا ٹکٹ