اسلام آباد 18جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم وياند او د سياسي چارو خاص مرستيال شهباز ګل وئيلي دي كه ن ليګ د حكومت څخه ډيل اخلي نو لوټ كړے دولت دې بيرته جمع كړي، مونږ د ن ليګ د كرپشن شه رګ ته رسيدلې يو ، شريفه كورنۍ د هېواد څخه بهر تللو له ډيل غواړي، د نواز شريف ويزه مسترد كيدو سره دې هغه د برتانيې څخه وېستلے شي، نواز شريف دې د ناروغۍ ډرامه نه كوي٬ هېواد ته دې راشي او سياست دې وكړي، شريفې كورنۍ له به د 16 اربه روپو ځواب وركول وي،څلور واړو شريفان هېواد څخه بهر تللو له ډيل غواړې۔د نهې په ورځ پرېس كنفرنس ته وينا كښې شهباز ګل ووئيل نن پرېس كنفرنس كښې ډيل او ډھيل به خبره كوم، څلور واړه شريفان بهر تللو لپاره ډيل غواړي خو هغوې د ډيل او ډھيل وركولو باوجود نه شي بچ كيدے ، ده ووئېل شريفه كورنۍ وائي چې ډيل راكړے شي ۔ ده ووئيل شريفه كورنۍ خپلې روپۍ د خپلې نامې په ځائې د نورو په نامو ايږدي ،شهبازګل ادعا كړې چې يو نوې آډيو رامخې ته كيدونكې ده ۔
مونږ د ن ليګ د كرپشن شه رګ ته رسيدلې يو ،ن ليګ كه د حكومت څخه ډيل اخلي نو لوټ كړے دولت دې بيرته جمع كړي، شريفې كورنۍ له به د 16 اربه روپو ځواب وركول وي ۔ د وزيراعظم وياند او د سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل پرېس كنفرنس ته وينا
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے طریقے