اسلام آباد 18اپرېل(اے پی پی)پاكستان په سويډن كښې د لاريونونو په مهال د قرآن پاك د سپكاوي فعل سخته غندنه كړې۔د خارجه دفتر وياند د ګل په ورځ په خپل يو بيان كښې ووئيل پاكستان د هالينډ يو سياستمدار لخوا د اسلام او د مسلمانانو مقدس مياشتې روژه په اړه د جارحانه ريماركس هم سخته غندنه كوي۔ده ووئيل دا اشتهال انګيزي د اسلامو فوبيا پېښې په ټوله نړۍ كښې مېشته 1.5 بلينه مسلمانانو ته د زيان رسولو نه علاوه كوم مقصد نه لري٬داسې كاروائي د رائے د اظهار د آزادۍ جائز طريقه نه ده ۔وياند ووئيل مونږ د دې ناوړه سپكاوي عمل سخته غندنه كوو او د مذهب يا عقيدې په بنياد د شوي هر تشدد په ضد ولاړ يو۔بايد د دې اصولو ټول يو ډول احترام او مرسته وكړي۔ وياند ووئېل نړيوالې ورورولۍ له د مذهب يا عقيدې په بنياد د جنسي كركې٬عدم برداشت او د تشدد كولو په ضد شريك عزم او د نړيوالې همغږۍ او امن ودې له په ګډه كار كولو ته اړتيا ده۔د او آئي سي د اوسني اقدام مقصد هم دا جذبه ده۔په بيان كښې وئېلي شوي د پاكستان په مشرۍ كښې د ملګرو ملتونو په اسمبلۍ كښې پنځلسم مارچ د اسلامو فوبيا مخ نيوي له د نړيوالې ورځې په توګه مقرر كړی شوې ۔وياند ووئيل د پاكستان تحفظات څخه د سويډن او هالينډ چارواكي خبر كړی شوي او په هغوي زور راوړلے شوے چې د مسلمانانو او پاكستانيانو جذبات څخه خبر شي او د اسلامو فوبيا پېښو مخ نيوي له ګامونه پورته كړي
پاكستان په سويډن او هالينډ كښې د اوسنو اسلامو فوبيا پیښو سخته غندنه وكړه
مضمون کا ماخذ : estratégias dupla sena