اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې د تحريك انصاف حکومت د رائې د اظهار په آزادۍ باور لري ، صحافت كښې د کورټ رپورټرز کردار مهم دے، کورټ رپورټرز ټيکنيکل فيلډ دے، د وکيلانو په شان خبريالان هم بايد د قانون څخه ځان خبر وساتي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د اسلام آباد هائي کورټ جرنلسټس ايسوسي اېشن نوې ټاكلې شوې کابينې له مباركي وركولو سره وكړه۔ ده ووئيل غير جانبدارانه صحافت سره ټولنه په سم پلو تللې شي، حکومت فيلډ كښې كار كونكو خبريالانو مسئلو حل كولو له چمتو دے۔ وفاقي وزير ووئيل ټولو خبريالانو له په راروانو ورځو كښې د حکومت د اړخه صحت کارډ وركول به باوري كولې شي۔ په دې موقع چوهدري فواد حسېن د ايکسپريس نيوز ثاقب بشير له په صدر، د نيو نيوز ذيشان سيد له په جنرل سيکرټري ، سنيئر نائب صدر رضوان قاضي ، نائب صدر انډيپنډنټ اردو څخه مونا خان، فنانس سيکرټري حسېن احمد له په کاميابۍ مبارکي وركړه
د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د اسلام آباد هائي کورټ جرنلسټس ايسوسي اېشن نوې ټاكلې شوې کابينې له مبارکي وركړه
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشگوئی