لاهور۔24ستمبر(اے پی پی) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې هېواد د پرمختګ په لاره روان دے٬ بهرنۍ سرمايه كارۍ سره نوې صنعتي زون جوړېږي٬ حكومت په صنعتي بدلون باور لري٬ كورنا ټوله نړۍ ځپلې ولې پاكستان تر ډېره حده د دې مخنيوي كښې كامياب پاتے شوے دے٬ نړۍ دا مهال رامخې ته كېدونكي نوي پاكستان ته اړتيا لري۔ هغه د جمعې په ورځ د چينائي سرمايه كارۍ په مرسته جوړې كړې شوې د چېلنج ټېكسټائل فېكټرۍ دورې په مهال خطاب كولو۔ د چېلنج ټېکسټائل فېکټرۍ اېم ډی کېرن چن او پاکستانی تاجر قمر خان بوبی صدر مملکت ته په دې اړه بريفنګ وركړو۔ په دې موقعه صدر مملكت د چېلنج ټېكسټائل پارك پرانسته هم وكړه۔ صدر وئيل پاكستان د چېلنج ټیکسټائل په ډول نورې سرمايه كارۍ ته هم اړتيا لري٬ پاكستان يو محفوظ هېواد دے او دلته به غېر ملكي سرمايه كارو ته تحفظ وركولے شي۔ صدر ووئيل د كورونا اوسنۍ وبا ټوله نړۍ ځپلې ده ولې پاكستان تر ډېره حده په دې قابو موندلو كښې كامياب پاتے شوے دے۔ پاكستان د دې په ضد د وېكسين تيارونكو هېوادونو كښې شامل شوے دے۔ ډاكټر عارف علوي ووئيل مونږ د چين سرمايه كارو ته بلنه وركوؤ چې هغوي دلته سرمايه كارۍ كولو له راشي او نړۍ ته مثبت پېغام وركړي۔ هغه ووئيل اقتصادي مسئلې حل كولو له تندو رابطو ته اړتيا ده ولې چې نړۍ دا مهال ډېره ګړندۍ شوې ده۔ هغه ووئيل د وزيراعظم په مشرۍ كښې هېواد كښې سپېشل اکنامک زون جوړ كړے شوے دے كوم سره به چې نه يوازې نوې انډسټري ولګي بلكې په پراخا كچه به خلكو ته د روزګار موقعې هم ترلاسه شي او كه پاك پروردګار ته منظور وي نو د پاكستان راروانې ورځې به لا ښه وي
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې هېواد د پرمختګ په لاره روان دے٬ بهرنۍ سرمايه كارۍ سره نوې صنعتي زون جوړېږي٬ د صدر عارف علوي د چېلنج ټېكسټائل فېكټرۍ دورې په مهال خطاب
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کی پیش گوئی