اسلام آباد 15 نومبر (اے پي پي)د امريكې حكومت د يو اېس اېډ د لارې پاكستان كښې د وړوكې او د مينځنۍ درجې كاروبارونو ته وده وركولو لپاره د 6 كلنه كامياب پروګرام اېس اېم اي اے اختتامي دستوره په اسلام آباد كښې كړې ده ۔دستوره په داسې موقع وشوه چې په ټوله نړۍ كښې كاروبار ته د ودې وركولو اونۍ لمانځلې كېږي۔په دې موقع د اېس اېم اي اے پروګرام له مخې د خپلو كاروبارونو كاميابۍ په اړه د پاكستانيانو هڅې وستائېلې چا چې نه يواځې خپل كاروبار پېل كړے بلكې دې ته پراختيا وركولو كښې هم كامياب شوي۔د امريكې حكومت د اېس اېم اي اے له مخې په پاكستان كښې د وړوكې او مينځنۍ درجې كاروبار كوونكو سره مرسته كړې كومې څخه چې هغوي د چېلنجونو مقابله وكړه۔دغسې نجي سېكټر ته د وركړے شوي فنډز درست استعمال شوے او خپل كاروبار ته يې استحكام او وده وركړې۔د ۔ انټرپرینیورشپ او د تجارت جديدې لارې خپلولو څخه تجارت٬روزګار او پیداواري صلاحيت ته وده وركولو كښې هم مرسته ترلاسه شوې۔د امريكې نړيوال پرمختګ ادارې د دې پروګرام له مخې په تېرو 6 كلونو كښې د 6 زره څخه زياتو وړو او د درميانه درجې كاروبار له معاونت كړے او 141 اېس اېم ايز ته ګرانټس هم وركړے شوے چې په نتيجه كښې يې دې كاروباريانو ته نزدې 158 ملين ډالره آمدن ترلاسه شوے ۔دغسې په نجي كاروبار كښې 51.5 ملين ډالره سرمايه كاري هم شوې او 74 ملين ډالر برآمدات شوي۔د اېس اېم اي اے لخوا چې د كومو 6 زره څخه د زياتو كاروباري پروجېكټس مرسته شوې په دغه كښې 28 فيصده مېرمنې دي۔د دې نه علاوه د اېس اېم اي اے په مرسته 48900 نوكرۍ راپیدا شوي چې پكښې 30 فيصده نوكرۍ مېرمنو ته وركړی شوي۔اېس اېم اي اے د امريكې لخوا د پاكستان سره د همكارۍ برخه ده د كومې مقصد چې معاشي پرمختګ ته وده وركولو لپاره نجي څانګې ته تقويت وركول دي۔د دې مرستې څخه په هېواد كښې نه يواځې كاروباري هلو ځلو او د كاروباري ماحول ته استحكام ترلاسه شوے بلكې د روزګار ښې موقع هم راپیدا شوي۔د امريكې حكومت د يو اېس اے آئي ډي د لارې پاكستان كښې د روزګار موقعو راپېدا كولو٬۔ انټرپرینیورشپ ته وده وركول او د معاشي موقعو لپاره نجي سېكټر ته پرمختګ له مرسته وركوي
د امريكې حكومت په پاكستان كښې د وړوكې او مينځنۍ درجې كاروبار ته وده وركولو لپاره د 6 كلنه كامياب پروګرام اېس اېم اي اے دستوره
مضمون کا ماخذ : لاتعداد وشال پانڈا