اسلام آباد 25 ستمبر (اے پی پی) د افغان كډوالو چیف کمشنر ډاکټر عمران زېب وئيلي دي چې د پاكستاني حک??مت د هڅو په نتيجه افغان دولت هېواد ته راستنيدونكو كډوالو له د كور جوړولو لپاره ويړيا پلاټ وركوي ، د پاکستان د هڅو سره افغان كډوالو له هېواد ته د ستنېدو په مهال وركړې كېدونكې مرسته د یو این ایچ سی آر چیف کمشنر 50 فیصده زياته كړي ، هېواد ته ستنېدونكو كډوالو له 400 امریکائي ډالر ورك??لې شي۔ ’’اے پی پی‘‘ سره خپلو خاص خبرو كښې ده ووئيل پاکستان د تيرو 40 كلونو راهېسې د افغان كډوالو كوربتوب كوي ??غس?? كډوالو ته په ستنيدو نه يواځې پاکستان بلکې د افغانستان حک??مت سره خبرو اترو كولو سره اسانۍ وركړې كېږي۔ ده ووئيل د پاکستان حک??مت د افغانستان ا??لس مشر اشرف غنی سره د كډوالو مسئلو پھ اړه خبرې اترې كړي او د افغانستان حک??مت د پاکستان په تجویز افغان كډوالو ته په ستنيدو د ويړيا پلاټ وركولو اعلان ا?? لوظ كړے چې ترمخه به ئې 20 زره پلاټونه کابل او 10 زره پلاټونه جلال آباد او نورو ولايتونو كښې ورك??لې شي۔ ده ووئيل پاکستان څخه د افغان كډوالو پھ زوره د وېستلو تور رد كولو سره ده ووئيل پاکستان يو ذمه واره هيواد دے ، دا ډول تاثرات وركونكې د پاكستان ملګرې نه دي۔ ډاکټر عمران زیب ووئيل د غیر رجسټرډ افغان كډوالو د رجسټریشن لپاره پاکستان فنډز نادرا ته جارې كړے وو او په دې عمل كښې د افغانستان سفارت له هم برخه اخستل وو خو هغوي په دې اړه د ذمه وارۍ څرګندونه ونه كړه خو په دې حقله به د افغانستان حک??مت سره رابطه لرلو سره میکنزم جوړ??لې شي ۔
د پاكستاني حکومت د هڅو په نتيجه افغان دولت هېواد ته راستنيدونكو كډوالو له د كور جوړولو لپاره ويړيا پلاټ وركوي
مضمون کا ماخذ : پاکستان کی مشہور لاٹری