اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي برآمدات زياتول او د دولت پېداوار ته حكومت پام لرنه كوي دغسې چې د هېواد معيشت مستحكم شي٬ په دې لړ كښې حكومت صنعتي څانګې ته سهولت اور هر ډول ممكنه مراعات وركولو عزم لري٬ د تعميرات او صنعتي څانګې ودې سره به معاشي عمل كښې تندوالې راشي٬حکومت د صنعتي څانګې ودې پحقله د هر تجويز هركلے كوي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ بېلا بېلو څانګو سره تعلق لرونكو مينوفيکچررز او د بېلا بېل اېسوسي اېشن نمائندګانو سره ملاقات كښې وكړه۔ په پلاوي كښې ميا ذکاء الرحمان، اعظم فاروقي، انيس خواجه، ميا ادريس، عمر احسن خان، شاهد عبدالله، کريم عزيز ملك، عباس اکبر خان، عاطف اکرم شېخ، سعادت اعجاز او الماس حېدر شامل وو۔ په دې موقع د صنعت وزير محمد حماد اظهر، عبدالرزاق داٶد، ډاکټر عبدالحفيظ شېخ، د اسټېټ بېنك ګورنر ډاکټر رضا باقر او نور لوړ پورې هم موجود وو۔ د پلاوي غړو د فارما، سيمنټ، ټيکسټائل، کېميکلز، هوم اپلائنسز، پېکيجنګ او نورو صنعتونو نمائندګي كوله ۔ د ملاقات په مهال د بېلا بېلو څانګو په اړه د چارو ٬ په رامخې ته مسئلو او د دغې د هواري په لړ كښې په شوو حكومتي هلو ځلو خبرې شوې۔ پلاوي د صنعتي څانګې ودې په اړه د پورته كړو اقداماتو٬ د كوچنۍ او مېنځنۍ درجې صنعتونو او د نورو انډسټرو په اړه د حكومتي اقداماتو ستائنه وكړه۔ په دې موقع د صنعتي څانګې لا ودې او د دې سهولت كارۍ په اړه بېلا بېل تجويزونه وزيراعظم ته وړاندې كړے شول۔ په دې موقع خپله وېنا كښې وزيراعظم ووئيل برآمدات زياتول او د دولت پېداوار د حكومت لومړۍ ترجيح ده دغسې چې د هېواد معيشت مستحكم شي۔ وزيراعظم ووئيل حكومت صنعتي څانګې ته سهولت او هر ډول ممكنه مراعات وركولو ل ه عزم لري۔ وزيراعظم ووئيل د تعميرات او صنعتي څانګې ودې سره به معاشي عمل كښې تندوالې راشي او د ملازمت بهتره او زياته موقعې به رامخې ته شي۔ وزيراعظم ووئيل حکومت د صنعتي څانګې ودې پحقله د هر تجويز هركلے كوي
وزيراعظم عمران خان مينوفيکچررز او د بېلا بېل اېسوسي اېشن نمائندګانو سره خبرې
مضمون کا ماخذ : میان میجک وائلڈ فائر