اسلام آباد 17مارچ (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي چې د وزيراعظم عمران خان سياست د اولس سياست دے٬عدم اعتماد به د اولس په طاقت ناكامه كوو٬د نواز شريف او زرداري مقصد په سياست كښې پيسه جوړول دي۔د زيارت په ورځ د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر او د توان وفاقي وزير حماد اظهر سره يوځاې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل چې تېره ورځ مونږ وئېلي وو چې ايكشن به اخلو او د دې نه پس ټولې لوټې رامخې ته شوي دي۔وزيراعظم عمران خان سره لږ وخت وړاندې زمونږ ملاقات شوې٬زمونږ دريځ واضحه دې مونږ خپل حكومت بچ كولو لپاره كوم ډول بليك مېلنګ لوټا كريسي او سودا رد كوو۔ده ووئيل چې د نواز شريف او زرداري يو بزنس ماډل دې چې پيسې ولګوه٬حكومت ته راشه او بيا پيسې وګټه٬ده ووئيل چې د دې ماډل د كال 1990 د تورې لسيزې نه پېل شوې۔د پاكستان په اولس اوس فرض دي چې هغه توره لسيزه رد كړي او د عمران خان په ملاتړ كښې ودرېږي۔د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې يوې مېرمنې غړې ته 7 كروړه روپۍ وركړې شوي دي٬دا پيسې د كوم ځاې نه راځي٬د سندھ حالت داسې دي چې هلته خلك د څښكلو پاكې اوبه نه لري او دوي په جهازونو كښې دلته پيسې راوړي۔ده ووئيل چې سندھ هاؤس كښې نن چهانګا مانګا جوړ كړې شوې و۔په سندھ هاؤس كښې سوداګر د ټاكلې شويو غړو د ضمير په اخستلو او خرڅولو بوښت دي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل كه مونږ هم اخستل او خرڅول وكړل نو د تحريك انصاف او پيپلز ګوند يا ن ليګ ترمينځه به كوم فرق پاتې شي٬مونږ به چاته پيسې ورنه كړو او نه به بارګين وكړو۔په پيسو بولي لګي او په مونږ او دوي كښې هم دا فرق دې
د وزيراعظم عمران خان سياست د اولس سياست دے٬عدم اعتماد به د اولس په طاقت ناكامه كوو٬د نواز شريف او زرداري مقصد په سياست كښې پيسه جوړول دي۔د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وفاقي وزيرانو سره يوځاې خبري كنفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن مفت