اسلام آباد 21 جولائی (اے پی پی) د وزيراعظم سلاكار او د مسلم ليګ(ن)لارښود انجينئر امير مقام وئېلي دي چې د لواري ټنل بشپړیدل د چت??ال او دير اولس لپاره مهمه كاميابي ده٬د ټنل بشپړیدو سره به سيمه كښې د پرمختګ او څوكالۍ نوې دور پېل شي۔ د جمعې پھ ورځ په خپله مركه كښې ده ووئيل حكومت د ټنل پروژې بشپړولو كښې خاص خوښي لرله۔ تېر وخت كښې به د يخښنۍ په موسم كښې لواړي ټاپ د واورې له امله 4 مياشتې چت??ال د نورو برخو سره زمكيزه رابط?? نه وه چې له امله يې د سيمې اولس ستونزو سره مخ وو۔ په دغه 4 مياشتو كښې به د چت??ال وګړي خپلو كورونو ته تللو لپاره د افغانستان په لاره پھ مزل كولو مجبوره وو خو د لواري ټنل بشپړیدو سره به اولس اوس ټول كال د هېواد د نورو سيمو سره خپلې رابطې بحال ساتي۔ ده ووئيل د پاك چين اقتصادي راهدارۍ ترمخه دغه سيمې هم د متبادل روټ پ?? توګه شامل كړې شوې دي۔ ده ووئيل وزيراعظم محمد نواز شريف د لواري ټنل پروژې بشپړولو كښې خوښي لرله او د دې له امله د پرمختګ دا پروژه ترسره شوه۔ ده ووئيل د مسلم ليګ (ن)حكومت د اولس پرمختګ او څوكالۍ له كار كوي او كال 2018 كښې به هم كاميابي ترلاسه كوو
د لواري ټنل بشپړیدل د چترال او دير اولس لپاره مهمه كاميابي ده
مضمون کا ماخذ : اسٹریٹیجیا لاٹوفاسیل