اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي چې د هېواد د پولو دفاع او په هېواد ??ښې د ترهګرې په ضد جنګ ??ښې پاك پوځ چې كوم جرات او بهادرې څرګندونه كړې، د دې مثال نشته، ټول قوم په خپلو وسله والو ځواكونو فخر كوي، د ستمبر 6مه نېټه مونږ ته د كال د 1965 د جنګ د هغو شهيدانو ياد راكو?? كومو چې ځا?? قربانولو سره د هېواد دفاع كړې. د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر دا خبرې د پاكستان د دفاع ورځې په موقع پاك پوځ ته پېرزوينې وړاندې كولو سره وكړې. د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل چې پاك پوځ چې كومې كاميابې ترلاسه كړې د?? ټوله نړۍ ئې اعتراف كوي. ده ووئيل چې د هېواد دفاع په قوي لاسونو ??ښې ده او د پاك پوځ په موجودګۍ ??ښې دښمن د پاكستان په پلو په غلط نظر د كتلو جرات هم نه لري. ده ووئيل چې په هېواد كله هم سخت وخت را??لې نو ټول قوم پوځ سره اوګه په اوګه ودرېدلې. ده ووئيل چې په نننۍ ورځ مونږ ته د دې لوظ پخلې كول دي چې د هېواد دفاع لپاره به د كوم ډول قربانې نه ډډه نه كوو، چې ضرورت وي نو په وطن به خپل ځا?? قربان كړو. د قومي اسمبلۍ ډپټي سپيكر قاسم خان سوري هم د پاكستان د دفاع ورځې په موقع شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې دي.
د هېواد د پولو دفاع او په هېواد كښې د ترهګرې په ضد جنګ كښې پاك پوځ چې كوم جرات او بهادرې څرګندونه كړې، د دې مثال نشته، ټول قوم په خپلو وسله والو ځواكونو فخر كوي. اسد قېصر
مضمون کا ماخذ : ٹکی انماد