اسلام آباد 16 جون (اے پی پی)د خارجه دفتر وياند وئېلي دي افغانستان هغه څوك ګمراه كوي څوك چې سيمه كښې امن نه غواړي٬د پاكستان په پوله تګ راتګ ريګولېټ كولو له لوظي يو٬تر څو چې تګ راتګ ريګولېټ نه كړې شي نو د ت??هه ګرۍ مخ نيوي هڅې د نتيجې وړ نه شي ګرځېدې٬افغانستان سره په بېلا بېل كچ رابطې لرو٬هند سره چې كله هم خبرې اترې شوي نو د كشمير مسئله ورسره پورته كړې شوې٬پاكستان به راروانه مياشت كښې د شنګهائي مرستې تنظيم رسمې غړې جوړ شي٬چين د پاكستان د باور وړ ملګرے دے او په هره معامله يې د پاكستان ملګرتيا كړې۔د زيارت په ورځ اوونيز پرېس بريفنګ پھ مهال د پوښتنو ځواب كښې وياند محمد نفيس ذكريا ووئيل افغانستان زمونږ ګاونډې دے او د افغانستان سره خاص تړون لرو٬دواړه هېوادونه مذهبي٬تاريخي او په كلتوري توګه يو بل سره تړلې شوي دي۔وياند د طورخم په پوله د تاؤ تريخوالي په اړه ووئيل افغانستان سره پھ بېلا بېل كچ رابطې روانې دي او خبرې هم كوو٬مونږ به په څه ن?? څه نتيجه ورسو۔وياند ووئيل پاكستان افغانستان كښې د امن هڅو مرسته كوي۔وياند ووئيل افغانستان هغه څوك ګمراه كوي څوك چې سيمه كښې امن ليدل نه غواړي۔پاكستان د كراس بارډر موومنټ ريګولېټ كولو له لوظي دے او د ت??هه ګرۍ مخ نيوي د هڅو برخه هم ده٬ترڅو چې بارډر منيجمنټ نه وي دا هڅې ناكامه دي۔ده ووئيل افغانستان زمونږ ګاونډي هېواد دے او مونږ د ورورولۍ اړيكې لرو٬ټولې شخړې به د خبرو اترو د لارې هوارولې شي۔د امريكې مرسته د حقاني نېټ ورك ??ه ضد كاروائۍ سره مشروط كولو په اړه د يوې پوښټنې په ځواب ده ووئيل د امريكې سېنېټ په دې لړ كښې كوم نوې حدونه ټاكلې نه دي بلكې دا شقونه وړاندې نه هم موجود وو او اوس هم دي۔وياند ووئيل د امريكې پشمول ټولې نړۍ د ت??هه ګرۍ ??ه ضد جنګ كښې د پاكستان د قربانيو اعتراف كړې٬ت??هه ګري د كوم يو هېواد مسئله ن?? ده ٬ ضرب عضب عملياتو ترمخه د فرق نه غېر كاروائۍ كېږي۔وياند ووئيل د كشمير مسئله هند سره د خبرو اترو برخه ده كله چې هم خبرې كېږي د كشمير مسئله به پورته كوو٬پاكستان مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزيو معامله په نړيواله كچه پورته كړې
افغانستان هغه څوك ګمراه كوي څوك چې سيمه كښې امن نه غواړي٬د پاكستان په پوله تګ راتګ ريګولېټ كولو له لوظي يو
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نتائج