اسلام آباد 08 جون (اے پي پي﴾ د و??يراعظم د غريبې ختمولو پروګرام خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر وئيلي دي چې حكومت لس لكه غريب خلقو لپاره راشن سكيم ??ېل كوي او دې لپاره به په سپېځلي ډول كارډونه وېشلې شي٬ هغو ټولو معذورو كسانو ته به كارډونه وركولې شي كوم چې نادرا سره رجسټرډ دي٬ د و??يراعظم په هدايت به معذور كسانو لپاره په دوه فيصده كوټه په سختې سره عمل كولې شي٬ معذوره كسانو ته د نوي پاكستان پ?? هاؤسنګ سكيم ??ښې دوه فيصده كوټه وركولې شي۔ د كفايت شعار پروګرام له مخې به 70 لكه غريب مېرمنو ته وظيفې وركولې شي او د ضرورت له مخې به د دې شمېره زياتولې شي٬ ي??يمانو لپاره نوې پاليسې تيارولې شي۔ هغې دا خبرې د خالي په ورځ په پي آئي ډي كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ د و??يراعظم خاص مرستيالې ثانيه نشتر ووئيل چې د كال 20-2019 بجټ خو كفايت شعار بجټ دے۔ د سختو مالي حالاتو له امله يو شمېر ادارو په خپله خوښه خپل بجټ كم كړے او زياتو وزارتونو خو د اضافي بجټ غوښتنه هم نه ده كړې۔ په داسې حالاتو كښې د سماجي تحفظ بجټ يو په دوه كول د و??يراعظم يو ب?? مهم قدم دے۔ دا د فلاحي رياست په پلو يو مهم قدم ګڼلې شي۔ د و??يراعظم مرستيالې په دې موقع په احساس پروګرام هم خبرې وكړې۔ هغې ووئيل چې د 500 نه زيات د كفالت مركزونه جوړولې شي چرته به چې ټولې اسانيې موجود وي۔ 30 لكه كورنيو ته به علاج لپاره انصاف كارډونه وركولې شي۔ هغې ووئيل چې غريبانو لپاره د احساس كور كار پېل شوے۔
د وزيراعظم د غريبې ختمولو پروګرام خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر خبري كنفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے اعدادوشمار