اسلام آباد 20 اپريل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي موجوده کابينې له به په جنګي بنيادونو د غريبۍ ، ګرانۍ ، بيروزګارۍ او د ستونزو په ضد كار كول وي،زمونږ په وړاندې لوئې لوئې چيلنجونه موجود دي، معيشت تباه حال، په هېواد د قرض لوي پېټے پروت دے ، کارخانې بندې دي ، مونږ له به په شريكه د چيلنجونو مقابله كول وي او په مسئلو به قابو موندل وي ، سياست به په وخت راتللو كوو ، د زياتو هلو ځلو كولو به د هېواد حالات بدلوو،د تير وخت د غلطو څخه به زدكړه كول وي، د قام روپۍ روپۍ به بچت كول وي، د زهريله ډنډورې به په حقائق ځواب وركول وي۔د دې خيالاتو څركندونه ده د شورو په ورځ د وفاقي کابينې غونډې ته خطاب کښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل وفاقي کابينه كښې د اتحادي ګوندونو د وزيرانو لويې قربانۍ او هڅې شاملې دي او د يوې آئيني او قانوني تګلارې سره د عدم اعتماد تحريك او د اعتماد تحريك نه پس دې ځائې ته رارسيدلي يو۔ د اتحادي ګوندونو د قيادت هم مننه كوم كومو چې خپلو وزيرانو ته دا ذمه واري سپارلې۔ده ووئيل دا يو په پراخه بنيادونو ولاړ اتحاد دے، په دې كښې دوه رائې نشته چې حکومت كښې شامل هر يو ګوند خپل سوچ لري خو دا اتحاد او کابينه د ذاتي خوښې نا خوښې نه غير د هېواد د 22 كروړه اولس د خذمت لپاره به كار كوي او وزيران به خپله تجربه او قابليت سره په زړه پورې كار كوي، ده ووئېل شپه ورځ محنت سره به کاميابي ترلاسه كوو۔ وزيراعظم ووئيل د څلورو واړو صوبو اولس زمونږ څخه هيلي لري، په دې كښې هيڅ شك نشته چې خلوص او نيك نيتۍ سره هر څه ممكن دي۔ وزيراعظم ووئيل دا يوه جنګي کابينه ده، مونږ له به د غريبۍ ٬ ګرانۍ او بې روزګارۍ په ضد جنګ کول وي او دا د مشکلات په ضد جنګ دے په كومو قابو موندلو كښې چې تير حكومت ناكامه راغلے، ده ووئېل مونږ هيله لرو چې د مشاورت عمل به پرله پسې روان وي، کابينه او نور فورمز به په ګډه كار كولو سره مخ په وړاندې ځي، ده ووئېل د کابينې په جوړيدو كښې 8 ورځې لګيدلي، په مونږ ډير تنقيد هم شوے خو اوس د تجربه او قابليت لرونكو وزيرانو کابينه جوړه شوې ۔ وزيراعظم ووئيل د حکومت په وړاندې لوئې لوئې چيلنجونه موجود دي چې پكښې لوډشيډنګ هم يو چيلنج دے، کابينې ته به په ايندھن، تيل او د ګاز نه لرلو په وجوهات او لوډشيډنګ بريفنګ وركولې شي دغسې چې حقائق رامخې ته شي،بيا به دې نه پس اجتماعي پوهې سره د قام په ګټه پريكړه كولې شي چې څه ډول مخ په وړاندې لاړ شو او څه څه اقدامات وكړو۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل خېبرپښتونخوا، سندھ او د پنجاب پشمول د وفاق څلورو واړو برخو او په خاص توګه د بلوچستان مسئلو حل كولو ته پام لرنې ته اړتيا ده او مونږ له به كتل وي چې مونږ څه وسائل لرو او په ستونزو څه ډول قابو موندلے شوو او دې لپاره به مونږ له په زړه پورې هڅې كول وي۔ ده ووئيل دا يو چيلنج هم دے او موقع هم ده، په دې كښې هيڅ شك نشته چې زمونږ مخلوط حکومت دے خو كه د زړه نه او په عزم سره كار وكړو نو په ټولو چيلنجونو به قابو ومومو۔ده ووئيل دا اوس په تاسو انحصار كوي چې څه ډول مشاورت او يووالي سره چارې حل كوو، دا د هېواد وړومبۍ كابينه ده كومې چې يو ناجائز حكومت په آئېني او قانوني ډول ختمولو سره وجود موندلے، ده ووئېل په ټول ټاكنو كښې به ټول ګوندونه د خپل منشور، سوچ او پروګرام له مخې اولس ته رجوع كوي،نن به مونږ له يو موټې كيدو سره په ټولو چينجونو قابو موندل وي، دې لپاره چې څومره هم قربانۍ ته اړټيا وي هغه به وركولې شي او خپلو كښې به اتحاد او اتفاق ساتل وي۔ وزيراعظم ووئيل قرآن پاك او د نبي کريمۖؐ اسوه حسنه زمونږ لپاره د لارې مشالونه دي ،د قائداعظم مثال هم زمونږ په وړاندې دے هغه ناممكن ممكن كړے ؤ ، ده ووئېل سياستمدارو سره سره به پخواني حکومت كښې چې بيوروکريسي سره چې كوم سلوك شوے هغه ټولو ته معلوم دے ، سرکاري افسران وعده معاف ګواه جوړيدو څخه يرولې شوې، څه كم څلور كاله چې څه شوي هغه د نه اوريدو دي، ده ووئېل په پرمختګ كوونكو هېوادونو كښې دا ډول فسطائيت، سنګدلي، ظلم او بدترينه انتقامي کارروائيو تصور هم نشته ، سول سروس، پوليس، قانون نافذ کونكې ادارې ، ډاکټران، انجينئرز ټول د ستونزو سره مخ وؤ، د هغوې به ډاډګيرنه كولې شي او د وفاقي کابينې د غړو محكم باور ، مستقل مزاجي، حوصله افزائي او ډاډګېرنه به هغوې ته حوصله وركړي او دې سره به د پاکستان د اولس حالات بدليږي خو دا كار په جادو نه كېږي، دې لپاره به زيات محنت څخه كار كول وي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ له به يو موټې كيدل وي ، د اولس خذمت له به اودريدل وي،د نړۍ كوم هم طاقت زمونږ لاره نه شي نيولې۔د کابينې غړو ته وزيراعظم ووئيل تاسو له به زما لارښوونه كول وي ، دا ستاسو كرسۍ ده ، خپل اجتماعي دانش، جدوجهد او په هڅو مو زه په دې كېښنولې يم، زه ستاسو د امانت امين يم، ما له به مشوره راكوې ٬ كه هغه تلخ ولي نه وي۔ وزيراعظم ووئيل قائداعظم او د هغه ملګرو ګڼې قربانۍ وركولو سره پاكستان جوړ كړے، نن چې د پاکستان کوم هم حالات دي په دې د قائداعظم روح ته هم تكليف كښې رسي چې دا څه كېږي په هېواد كښې او دا هغه هېواد دے كوم لپاره چې مونږ قربانۍ وركړي۔ وزيراعظم ووئيل ما د بھاشا ډيم دوره کړې ، كه وړاندې ډيم جوړ شوےؤ نو نن به مونږ تھرمل پاور ته حاجت نه لرلؤ، آرزانه برېښنا به ترلاسه وه او سيلابونه به هم نه راتلل۔ وزيراعظم ووئيل مونږ له به د تير وخت د غلطو څخه زدكړه كول وي ، محنت، محنت او محنت د مخ په وړندې تللو يواځنۍ لاره ده، راپاسې او مايوسه كېږئ مه، مايوسي په محنت بدله كړې ،ده ووئېل لوے څښتن به خپل کرم وكړي او د 75 كالو مشکلات به په خوشحالو بدل شي
موجوده کابينه به په جنګي بنيادونو د غريبۍ ٬ ګرانۍ ، بيروزګارۍ او د ستونزو په ضد كار كوي، مونږ له به په ګډه په چيلنجونو قابو موندل او مسئلې حل كول وي ۔ د وزيراعظم شهباز شريف د وفاقي کابينې غونډې ته وينا
مضمون کا ماخذ : sorteos dupla sena