اسلام آباد۔3 دسمبر(اے پی پی) ص??ر مملكت ډاكټر عارف علوي د خصوصي وګړو نړيو??لې ورځې په موقعه خپل پېغام كښې وئيلې دي چې د خصوصي وګړو حقونو او خېر ښېګرې ته وده وركولو له پاكستان نړيو??لې ورورولۍ سره په ګډه د خصوصي وګړو ورځ لمانځي۔ د خالي په ورځ د ايوان ص??ر ميډيا ونګ ل??وا په جاري شوي بيان كښې ص??ر مملكت ډاكټر عارف علوي ووئيل په نړۍ كښې يو ارب نه زياته يا نزدې 15 فيصده آبادي څه نه څه معذورۍ سره مخ ده۔ په دې 15 فیصده كښې 80 فيصده خصوصي وګړي په پرمختګ كوؤنكو هېوادونو كښې ژوند كوي۔ ده ووئيل په پاكستان كښې د خصوصي وګړو د آبادۍ تخمينه 10 فيصده څخه زياته ده كومه چې د اندېښنې وړ ده۔ ده ووئيل مونږ له به د خصوصي وګړو د نړيو??لې ورځې په موقعه دا لوظ كول وي چې خصوصي وګړو ته د ژوند په ټولو اړخونو كښې يو ډول موقعې وركولو له به فعاله ګامونه پورته كوؤ٬ دوئي لپاره به د زده كړو آسانۍ برابرؤ او دوئي هنرمند جوړولو سره به دوئي په معاشي او مالي توګه په خپلو پښو ود??وؤ۔ ص??ر مملكت زياته كړه چې خصوصي وګړو ته دې د دوئي د هنر او كوټې حساب سره د روزګار موقعې وركړې شي۔ ده ووئيل ميډي?? دې خصوصي وګړو سره ټولو منفي رويې او دقيانوسي تصورات لرې كولو له خپل كردار ترسره كړي۔ ص??ر مملکت په دې خبره زور راوړو چې ميډي?? دې د معذور وګړو او زمونږ ذمه وارو په اړه ټولنه كښې شعور بېداورولو له كار وكړي۔
خصوصي وګړو ته په ټولو اړخونو كښې يو ډول موقعې وركولو له به فعاله ګامونه پورته كول وي٬ د صدر ډاكټر عارف علوي پېغام
مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس