حسن ابدال 21 دسمبر (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د قام سباٶن په محفوظو لاسونو كښې دے٬ ځوانان دې راتلونكي وخت له ځان چمتو وساتي دغسې چې سباٶن كښې د پېښېدونكو چېلنجونو مقابله وكړې شي٬ تعليم٬ تربيې او د پاكستان دفاع له د سر تېرو او عزم لرونكو ځوانانو تربيه كښې د كېډټ كالج حسن ابدال كردار مهم دے۔ ده دا خبرې ابدال كېډټ كالج كښې د والدېنو ورځ كلنې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه ۔ دستوره كښې د بورډ آف ګورنرز د اېګزېټو كمېټۍ چیئرمېن ، د کېډټ کالج حسن ابدال پرنسپل مېجر جنرال نجیب طارق سره زده كوٶنكو او د ھغوي مور او پلار په لويه شمېره ګډون كولو۔اولس مشر ووئيل د آرمي پبلك سكول شهيد شوي بې ګناه استاذان او ماشومان زمونږ ??حسنان دي مونږ د هغوي جرآت٬ بهادرۍ او ثابت قدمۍ ته سلام كوٶ او دا لوظ كوٶ چې بيا لپاره به دا ډول حالات رامخې ته كېدو ته نه پرېږدو كومو سره چې زمونږ ??اشومانو بلكې قام ته خطر نه وي۔ اولس مشر ووئيل د قائداعظم محمدعلی جناح فكر او د سياست طريقه مونږ ??پاره د وياړ اثاثه ده په كومه چې عمل كولو سره مونږ خپلې مسئلې لرې كولې شو او د پرمختګ په لور هم روانېدې شو۔اولس مشر ووئيل په بل د باور په ځائ په ځان باور پكار دے او دې لپاره ضروري ده چې ځوانان خپل ټول صلاحيتونه د هېواد پرمختګ له وكاروي۔ ده ووئيل ځوانانو له پكار دي چې ھغوي د پاكستان سباون پحقله د كورنوو او بهرنيو ډنډورو څخه د ځپلې كېدو نه غېر د هېواد او قام پرمختګ او سرلوړۍ له په مينه تعليم ترلاسه كول جاري وساتي۔ اولس مشر ووئيل پاك چين اقتصادي لاره منطقه كښې د ګېم چېنجر حېثيت لري او دې څخه بشپړه ګټه پورته كولو له بايد ځوانان ځان چمتو وساتي۔ اولس مشر زياته كړه چې د پاكستان ځوانان د هر ډول ستونزو مخنيوي صلاحيت لري خو دا زمونږ د ټولو ذمه واري ده چې مونږ دوي ته د دوي د ذمه واريو ا??ساس وركړو دغسې چې ھغوي د ناسمو لارو خپلولو په ځائ د ټولنې فعاله وګړي جوړ شي۔ اولس مشر په زده كوٶنكو زور رواړو چې ھغوي د ژوند په كومه څانګه كښې خوښي لري د ھغې جديد علومو ته رسنه باوري كړې كوم چې زمونږ د خوږ هېواد پرمختګ او ا??تحكام له ضرورې دي ۔ده ووئيل ټول قام تاسو څخه زياتې هيلې لرې او د عملي ژوند چې په كومه څانګه كښې د خدمت موقع در پغاړه شي په ايماندارۍ سره د هېواد خدمت وكړئ۔ اولس مشر ووئيل تعليم سره سره اخلاقي تربيې ته هم خيال وكړئ او د خپلو ا??تاذانو او مور او پلار تل عزت كوئ۔ اولس مشر په ښه دستوره كولو د كالج انتظاميې ته مباركي وركولو سره تربيه ترسره كوٶنكو زده كوٶنكو له اعزازونه هم وركړه۔
د قام سباٶن په محفوظو لاسونو كښې دے
مضمون کا ماخذ : loteria com prêmio acumulado