اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي)د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار وئېلي دي چې د ملګرو ملتونو عمومي سېكټري انتونيو ګوټيرس به پاكستان سره د نړيوالې يو والي او د ملاتړ د څرګندونې په توګه(نن)د جمعې په ورځ په دوه ورځنۍ دوره پاكستان ته راځي۔د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل به وزيراعظم محمد شهباز شريف سره ملاقات كوي او د نېشنل فلډ رسپانس اينډ كوآرډينېشن سنټر دورې كولو نه علاوه به د سېلاب ځپليو سيمو دوره كوي۔د خارجه دفتر وياند د زيارت په ورځ د پريس بريفنګ په مهال ووئيل چې د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل به وزيراعظم محمد شهباز شريف سره ملاقات كوي او هغه سره به يو ځايې خبري كنفرنس ته وېنا هم كوي۔انتونيو ګوترېس به خارجه وزير بلاول بهټو زرداري سره د خبرو نه پس په خارجه دفتر كښې شريك خبري كنفرنس ته وېنا كوي۔د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل به د بلوچستان او سندھ(سكهر٬اوسته محمد٬موهنجوداړو او لاړكانه)پشمول د سختو سېلاب ځپليو سيمو دوره كوي۔چرته به چې هغه د مرستې په چارو بوښت كاركنانو سره د ملاقاتونو نه علاوه د سېلاب ځپليو كورنيو خلكو سره خبرې كوي۔د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل به پخپله د سېلاب ځپليو سيمو مشاهد كوي او د جمعې په ماښام به د كراچۍ په هوائي اډه مېډيا سره خبرې هم كوي
د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل به(نن)وزيراعظم محمد شهباز شريف سره ملاقات كوي٬ سېكرټري جنرل به د نېشنل فلډ رسپانس اينډ كوآرډينېشن سنټر او د سېلاب ځپليو سيمو دوره كوي۔د خارجه دفتر وياند
مضمون کا ماخذ : como apostar na mega sena