لاهور۔7 جنوری(اے پی پی ) د پاکستان علماء کونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفی په خواست فلسطيني حكومت د سفير وليد ابو علي پاكستان ته د بېرته رالېږلو اعلان كړې۔ د پاکستان علماء کونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفی د فلطسين اعلی چارواكو ٬ اولس مشر او ستر قاضي الهباش ته خواست كړې ؤ چې پاكستان ته دې دفلسطين سفير وليد ابو علي د فلسطيني سفير په حېث بېرته راولېږلې شي۔ ف??سطینی اولس مشر محمود عباس په سمدستي توګه فلسطنيني سفير ته د خپل سفارتي منصب سنبالولو امر كړې۔ د فلسطين ستر قاضي ډاكټر محمود الهباش حافظ محمد اشرفي سره خپلو خبرو كښې وو??يل فلسطينې سفير به دوه درې ورځو كښې پاكستان ته راتلو سره خپل منصب سنبال كړي۔ ده وو??يل فلسطين او پاكستان د وجود او روح په ډول دي۔ او فلسطين لپا??ه د پاكستان خذمات د هېرولو نه دي او كوم هم طاقت فلسطين او پاكستان يو بل څخه جدا كولې نه شي۔ حافظ محمد طاهر محمود اشرفی د وليد ابو علي پاكستان ته د رالېږلو په اعلان د فلسطيني اولس مشر مننه وكړه۔
د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن لخوا د سفير وليد ابو علي پاكستان ته د بېرته رالېږلو په اعلان د فلسطيني حكومت مننه
مضمون کا ماخذ : como jogar na loteria