لاهور۔22مئی(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي تحريك انصاف يوه كورنۍ ده او هره يوه كورنۍ كښې ځينې غلط فهمۍ وي۔ د عمران خان په مشرۍ كښې مونږ ټول يو موټي يوو۔ اپوزيشن ته دا غلط فهمي كېږي چې تحريك انصاف كښې اختلاف رامخې ته شوې دې۔ هيله ده اوس به د اپوزيشن دغه غلط فهمۍ ختمې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د خالي په ورځ د پي ټي آئي لارښود نعمان لنګړيال لخوا وركړې شوې د غرمې مېلمستيا دستوره كښې ګډون نه وروسته ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل د جهانګير ترين ډلې دريځ مو تفصيل سره اورېدلې۔ نعمان لنګړيال سره نزدې اړيكې لرؤ۔ هغه ووئيل په پارټۍ كښې مسئلې د خبرو اترو د لارې حل كېږي۔ هغه ووئيل د جهانګيرترين چارو په اړه مونږ وړاندې هم ښكاره دريځ خپل كړے۔ د تحريك انصاف دننه نه خو جهانګيرترين دا هيله لري چې عمران خان به هغه لپاره كوم غېر قانوني سفارش وكړي او نه دا د عمران خان مزاج دے۔ هغه ووئيل د جهانګير ترين په معامله د علي ظفر په مشرۍ كښې يوه كمېټي جوړه كړې شوې ده۔ د دې كمېټۍ رپورټ ته سترګې په لاره يؤ۔ هغه ووئيل تر كومې چې د كورټ كېسونو تعلق دے نو هغه قانوني معاملات دي۔ د دغې په اړه نه خو د وزيراعظم عمران خان كومه پالېسي شته او نه به هغه څه وكړي او نه جهانګير ترين دا غواړي۔ هغه ووئيل عمران خان چې ما٬ عامر كياني او سېف نيازي ته كوم كار راكړے دے كه لوئے څښتن ته منظور وي هغه به په زړه پورې ډول كوؤ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل په رنګ روډ منصوبه كښې پېسې ډوبې كړې شوې نه بلكې بچ كړې شوي دي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل په وفاق او صوبه كښې د اسمبلۍ كوم غړي ته پرمختيائي فنډ جاري كولې نه شي۔
تحريك انصاف په شان د يوې كورنۍ دے او هره كورنۍ غلط فهمۍ لري۔ د عمران خان په مشرۍ كښې مونږ ټول يو موټي يوو۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د نعمان لنګړيال لخوا وركړې شوې د غرمې مېلمستيا كښې ګډون نه وروسته ميډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری پاکستان