اسلام آباد۔15جون(اے پی پی) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د هند د واكمن ګوند بي جے پي د سپكاوي ريماركس او په هند كښې د زياتېدونكې اسلامو فوبيا په اړه د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترېس سره ټېلېفوني خبرې وكړې۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان لمخې خارجه وزير د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر په هند كښی د روانو اسلاموفوبك ګامونو په خاص توګه په دې وروستيو كښې د حضور نبي كريم (علېه السلام) په شان كښې د بي جے پي د دوه مشرانو عهدېدارانو لخوا د سپكاوي ريماركس نه خبر كړو۔ خارجه وزير په دې خبره زور راوړو چې په قصد سرله دا ناوړه كار كولو سره د نړۍ د اربونو په شمېر مسلمانانو جذبات زيانمن كړې شوي دي۔ ده په عمومي سېكتر زور راوړو چې هغه دې په هند كښې د كركی خپرونكې تقريريونو او د اسلامو فوبيا مخ په زياتېدونكې چپې او د دغه مكروه ريماركس نوټس واخلي۔ ده د هندي چارواكو لخوا د سولييزو مظاهرچيانو سره د ناروا سلوك هم غندنه وكړه۔ خارجه وزير ووئيل د بی جے پی د عهدېدارانو د سپكاوي ريماركس په نړيواله كچه د شوې غندنې باوجود د بی جے پی د اعلی مشرتابه او هندي حكومت لخوا د دې غندنه نه كېدل مايوسه كوؤنكې خبره ده۔ خارجه وزير په عمومي سېكتر زور راوړو چې هغه دې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د سنګينو او منظمو خلاف ورزيو مخنيوي كښې خپل فعاله كردار ترسره كړي۔ خارجه وزير او عمومي سېكتر دواړه د اسلامو فوبيا په فعاله توګه مخنيوي له نړيوالو هڅو ته دوام وركولو ته سلا شول.
د خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر سره ټېلفوني خبرې ٬ په هند كښې د كركې خپرونكو تقريرونو او د اسلاموفوبيا د زياتېدونكې چپې نوټس په اخستو زور
مضمون کا ماخذ : نتیجہ لوٹومینیا