اسلام آباد 05 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف اړوندو چارواكو ته هدايت كړے چې ګوادر كښې د طوفاني بارانونو څخه د ځپليو كسانو بحالۍ او مرستې كولو لپاره كومه بېغوري ونه كړئ٬ ده چارواكو ته سپارښتنه وكړه د ځپليو مواصلاتي ډهانچې بحالۍ او نجي املاك ته د زيان په ??فصيلي رپو??ټ او د ا??سنو طوفاني بارانونو له امله د ځپليو مرستې بحالۍ لپاره يو ??امع پلان هم وړاندې كړئ۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم چوكۍ سوګند پورته كولو نه پس د نهې په ورځ وزيراعظم ګوادر ته ورسېد۔ ګوادر ته په ??سېدو د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي د هغه هركلے وكړو۔دغسې وزيراعظم په ??ې مهال د مرستې كيمپ كښې د موجود طوفاني بارانونو ځپليو ??اندې د مرستې سامان تقسيم كړو۔په ??ې موقع هغه د ځپليو كسانو سره په ??برو كښې ووئيل د وزيراعظم چوګۍ سوګند پورته كولو سره زه دلته راغلے يم٬ داسې نه شي كېدے چې په ګوادر كښې د طوفاني بارانونو له امله ځپلې كسان په ??ې سخت وخت كښې يواځې پرېښودلے شي۔ دې څخه وړاندې وزيراعظم د پرواز په مهال د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرل انعام حېدر ملك څخه د ګوادر او سوئېلي بلوچستان كښې د ا??سنو بارانونو له امله د زيان او جاري مرستې كاروائيو په ??ړه بريفنګ واغست۔وزيراعظم ته د هېواد په نورو سيمو كښې د زيان او ځپليو مرستې لپاره په ??قدامات هم تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔وزيراعظم ووئيل د جديد ټيكنالوجۍ او سيټلائټ د لارې د قدرتي آفتونو څخه وړاندې د خبرتيا نظام وضع كړئ۔ دغسې وزيراعظم هدايت وكړو چې د ځپلې مواصلاتي ډهانچې بحالۍ او نجي املاك ته د زيان په ??فصيلي جائزه رپور?? وړاندې كړئ۔
ګوادر كښې د طوفاني بارانونو څخه د ځپليو كسانو بحالۍ او مرستې لپاره دې كومه بې غوري ونه كړې شي۔د وزيراعظم محمد شهباز شريف د ګوادر دورې په مهال اړوندو چارواكو ته سپارښتنه
مضمون کا ماخذ : کوئٹہ لاٹری