اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې ازبکستان د مينځنۍ آسياء تر ټولو مهم هېواد دے ٬ پاكستان ازبكستان سره خپلو اړيكو ته په درنه سترګه ګوري۔ اولس مشر دا خبره د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې ازبکستان لپ??ره نومول شوي سفير ډاكټر عرفان یوسف شامي سره په خبرو كښې وكړه۔ اولس مشر ډاكټر عرفان یوسف شامي ته د ازبکستان په سفير غوره كېدو مباركي وركولو سره ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو ودې ته اړتيا ده او دې لپ??ره ضروري ده چې تجارتي حجم زيات كړې شي ۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د زمكې لارو او د ګاز پائپ لائن منصوبې بشپړولو ته دې پاملرنه وكړې شي دغسې چې پاكستان كښې د توان م??ئل?? زر تر زره حل كړې شي۔ اولس مشر نامزد سفير ته امر وكړو چې د كركيلې او مواصلاتو په څانګه كښې د ازبكستان تجربو څخه ګټه پورته كولو لپ??ره دې لائحه عمل جوړه كړې شي۔ اولس مشر سفير ته ووئيل د پاكستان مصنوعات په موثره توګه وړاندې كولو لپ??ره دې ازبكستان كښې ډسپلے سنټر جوړ كړې شي دغسې چې برآمدات زيات شي۔ ده دې مقصد لپ??ره د انفارمېشن ټېكنالوجۍ كارولو لپ??ره د ټرېډ ډوېلپمنټ اتهارټۍ نه د مرستې اخستو امر وكړو۔ اولس مشر د پوهنتونونو او چېمبرز آف كامرس سره د روابطو زياتولو هم امر وكړو۔ په دې موقع ازبکستان لپ??ره نومول شوي سفير ډاکټر عرفان یوسف شامي په خپله ټاكنه د اولس مشر مننه وكړه او وې وئيل چې ھغه به د خپلو تجربو په رڼا كښې د دواړو هېوادونو اړيكې لا مستحكم كولو لپ??ره بشپړه كردار لوبوي
ازبکستان د مينځنۍ آسياء تر ټولو مهم هېواد دے ٬ پاكستان ازبكستان سره خپلو اړيكو ته په درنه سترګه ګوري
مضمون کا ماخذ : números dupla sena