اسلام آباد 17دسمبر(اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې كه د افغانستان په سمدستي توګه مرسته ونه كړې شوه نو انساني بحران نور هم زياتيدې شي،د معاشي بحران اثرات به په ګاونډي هېوادونو هم پريوځي،د 20 كاله اوږد جنګ نه پس افغان شخړه حل نه كرې شوه ٬ افغانستان كښې امن د پاکستان، سيمې او نړۍ په ګټه دې۔د اسلامي مرستې تنظيم ،او آئي سي کنفرنس مقصد په افغانستان كښې د كوټلې امن او پرمختګ لاره سمول دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ په خارجه وزارت كښې د او آئي سي خارجه وزيرانو کونسل غير معمولي غونډې مقاصدو په اړه د ځائې او نړيوالې ميډيا نمائندګانو ته د بريفنګ په مهال وكړه۔ خارجه وزير ووئيل افغانستان دا مهال ناوړه معاشي او انساني بحران سره مخ دې۔ شاه محمود قريشي د افغان صورتحال په اړه ووئيل پاکستان د افغانستان نزدې ګاونډي هېواد دې مونږ په دې صورت حال زيات تشوېش لرو۔ خپلو اقتصادي ترجيحاتو ته پام كولو سره اقتصادي ترجيحات عملي كولو لپاره امناكه افغانستان زمونږ په ګټه دې۔ ده ووئيل افغانستان په 38 مليونه وګړو مشتمل هېواد دې۔ د يخنۍ شدت زياتيږي ،د يو اېن ډي پي له مخې كه د افغانستان صورتحال ته په سمدستي توګه پام لرنه ونه كړې شوه نو د 2022 تر وسط به 97 فيصده افغانان د غريبۍ كرخې څخه لاندې لاړ شي۔ د ورلډ فوډ پروګرام له مخې افغانستان كښې يواځې 5 فيصده افغانانو ته مناسب خوراك ترلاسه دې۔ ده ووئيل 11 مهم امريكائي شخصيات چې پكښې پخواني سفيران او کمانډر شامل دې په شريكه توګه د بائيډن انتظاميې څخه غوښتنه كړې چې افغانستان د انساني الميے څخه بچ كولو لپاره هغه يواځې پرې نه ږدي،هم دغه هغه موقف دې كوم ته چې پاکستان د نړيوالې ورورولۍ پام راګرځولو هڅه كوي۔ خارجه وزير ووئيل كه د افغانستان صورتحال په سمدستي توګه قابو نه كړې شو نو د تېرو 20 كلونو په مهال امن او استحکام لپاره شوې هڅو ته به زيان ورسي او ترهه ګرو ته به بيا موقع ترلاسه شي۔مونږ نړيوالې ورورولۍ له د باور وركولو هڅه كوو چې په افغانستان كښې 40 كاله پس د امن اميد پيدا شوې بايد دا موقع ضائع نه كړې شي۔ شاه محمود قريشي ووئيل پاکستان د نزدې ګاونډي هېواد په حېث دې انساني الميې څخه بچ كولو لپاره پرله پسې غږ پورته كوي۔ ده ووئيل کاسا 1000،ټرانس نېشنل ريلوے نيټ ورك او نور سيمه ايز نوعيت منصوبې بشپړولو لپاره د افغانستان امن ته اړتيا ده،ما په نيويارك كښې سيکرټري آف اسټيټ بلنکن د افغانستان د خراب صورتحال څخه خبرولو سره د نړيوالي ورورولۍ پام دې پلو د راګرځولو په حاجت زور راوړې ؤ ۔خارجه وزير ووئيل نن زمونږ غږ ته نړۍ پام لرنه كوي او د افغانستان په مرسته كښې خوښي څرګندوي ، نړيواله ورورولي د افغانستان څخه ځينې هيلې لري دغسې ما په كابل كښې د دورې په مهال د طالبانو عبوري قيادت د دغه هيلو څخه خبر كړې۔ په دغه هيلو كښې په افغانستان كښې بنيادي انساني حقوق او په خاص توګه د ميرمنو د حقونو تحفظ، د ترهه ګرۍ ختمولو باور كول او د ټولشموله حکومت جوړولو په ډول نکات شامل دي ۔ شاه محمود قريشي ووئيل مونږ په افغان قيادت زور راوړوچې د نړيوالې ورورولۍ هيلې پوره کول د هغوې په ګټه دي،بل پلو مونږ په نړيواله ورورولۍ زور راوړې چې د تېر وخت تېروتنې بيا تكرار نه كړې شي۔ خارجه وزير ووئيل د افغانستان صورتحال ورځ په ورځ خرابېږي كوم ته به چې د نړيوالې ورورولۍ پام راګرځول او مرسته كول وي۔ افغانستان كښې د بينکنګ سسټم نشتوالي له امله بهر هېوادونو كښې ناست افغانان په افغانستان كښې خپلو كورنيو سره مرسته نه شي كولې۔ خارجه وزير ووئيل د مرستې سمدستي حاجت ترمخه د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل غير معمولي غونډه كېږي۔خارجه وزير په ډاګه كړه چې پاکستان د خپل استطاعت له مخې د افغانستان مرسته كړې خو دا ذمه واري يواځې پاکستان نه شي ترسره كولې۔ مونږ هيله لرو چې د او آئي سي خارجه وزيرانو غير معمولي غونډې د لارې به مونږ نړيواله ورورلي د اصل صورت حال څخه خبر كړې شو او د لويې شمېر افغانانو په انساني بنيادونو د مرستې تګلاره جوړولو له به مخ په وړاندې لاړ شو۔ضرورت د دې خبرې دې چې په انساني بنيادونو ګڼ افغانان د انساني بحران څخه بچ كولو لپاره راوړاندې شؤ۔ شاه محمود قريشي ووئيل كه د افغانستان په سمدستي توګه مرسته ونه كړې شوه نو دا بشري بحران نور هم زياتيدې شي۔
كه د افغانستان فوري مرسته ونه كړې شوه نو انساني بحران نور هم زياتيدې شي، د معاشي بحران اغېز به په ګاونډي هېوادونو هم پرېوځې، خارجه وزير
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نمبر