اسلام آباد 15 ستمبر(اے پي پي) د اوبو او برېښنا وزارت لخوا وزیراعظم محمد نواز شریف ته وئيلي شوي دي چې د 330 مېګاواټ د پون برېښنا او د 680 مېګاواټ اتومي توان پشمول د زر مېګاواټو د توان 9 منصوبې پرانستې له تيارې دي۔ د زيارت په ورځ د وزیراعظم هاٶس لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم محمد نواز شریف ته وئيلي شوي دي چې فېسکو او د آئېسکو د موبائل میټر ریډنګ منصوبې سره سره د آئېسکو کسټمر رسپانس سسټم هم پرانستې ته چمتو دے۔ د پون د برېښنا منصوبې د كومې چې به سږ كال په اكتوبر كښې د وزیراعظم لخوا پرانسته كولې شي پكښې نونس انرجي (50 مېګاٶاټ ) ٬ د ماسټر انرجي (50 مېګاٶاټ)، اقبال انرجي د (30 مېګاٶاټ)، هائیډرو چائنه داؤد (50 مېګاٶټ) او تناګا جنراسي (50 مېګاٶټ) شاملې دي۔ د اتومي توان د كومو پروژو پرانسته چې په اکتوبر 2016ء او مارچ 2017 كښې كول دي پكښې چشمه تھري د 340 مېګاٶټ او چشمه فور 340 مېګاٶټ منصوبې شاملې دي۔ وزیراعظم د ټرانسمېشن لائنز د منصوبو څخه هم خبر كړے شو د كومو چې د بنياد تېګه كېښودنكې ده۔ په دې كښې د 250 کلومیټره د 500 كے وي ټرانسمېشن لائن اېنګرو تهر نه تر مټياري او مټياري سوئچنګ سټېشن څخه تر بياست دوه لائنز شامل دي۔ د 250 كلوميټر لائنز اېل او ټي-I د 110 كلوميټر او د اېل او ټي-II 150 كلوميټره ټهېكې د دسمبر په 9مه نيټه كال 2015 او 3 جون 2016 كښې وركړې شوې دي۔ د دې نه علاوه د پورټ قاسم مټياري ټرانسمېشن لائن منصوبې د بنياد تيګه كېښودنكې ده كومه چې دوه پړاٶنو مشتمل ده۔ وړومبۍ پړاٶ د 45 كلوميټره 500 كے وي ټرانسمېشن لائن پورټ قاسم نه تر حب جامشورو ټرانسمېنشن لائن سي سي ټي-I او دويم پړاٶ كښې د 135 كلوميټره 500 كے وي ټراسمېشن لائن حب نه تر جاشورو د 500 كے وي مټياري شامل دي۔ اوسنې حكومت د وزیراعظم محمد نواز شریف په مشرۍ كښې نه يوازې د توان په بحران قابو موندلو بلكې پاكستان كښې د توان د سباٶن ضرورتونه ترسره كولو له هڅې كوي۔ د توان پېداوار كښې د اضافې په نتيجه كښې به اقتصادي پرمختګ ٬ د روزګار موقعې ٬ صنعتي هڅې او خارجه سرمايه كاري زياته شي۔ د وزیراعظم محمد نواز شریف په مشرۍ كښې اوس اوس د توان پحقله د كايبنه كمېټۍ غونډه شوې كومه كښې چې وزيراعظم وئيلي دي چې روانو منصوبو څخه به په قامي ګرډ كښې پياوړې اضافه وشي او د پاكستان څخه به تل تر تله د لوډشېډنګ خاتمه وشي۔ د هېواد په تاريخ كښې كله هم د توان په څانګه كښې په دومره لويه كچه سرمايه كاري نه ده شوې۔ وزیراعظم به پخپله د توان د روانو منصوبو نګراني كوي او د دې منصوبو په وخت ترسره كېدو لپاره به د سائټس دورې هم كوي۔ روانو منصوبو لپاره د ټرانسمېشن لائنز خپرولو كار په تندۍ سره روان دے او په اربونو روپۍ د اوسني ډسټري بيوشن په نېټ ورك سرمايه كاري روانه ده دغسې چې په اضافي توګه پېدا كېدونكې برېښنا د لوډ برداشت كولو صلاحيت هم زيات كړې شي۔
د 330 مېګاواټ د پون برېښنا او د 680 مېګاواټ اتومي توان پشمول د زر مېګاواټو د توان 9 منصوبې پرانستې له تيارې دي
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعدادوشمار