اسلام آباد 07 اپريل (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د اولس ژوند آسانول د رياست ذمه واري ده، د 911 ايمرجنسي هيلپ لائن جوړيدو سره به هېواد كښې غريبانان خپلواكه كولو له مرسته تر لاسه شي،دې سره به ګيله كوونكو ته سمدستي ريليف ترلاسه شي ، په حكومتي كچه د جرمونو شميره به هم ترلاسه شي او حكومت به په دغه حساب د وسائلو بيلولو كښې آساني ولري،دا يو مثبت اقدام دے دا به په دوه كلونو كښې تر سر كړے شي، ده ووئېل د هېواد دا بدقسمتي ده چې دلته د اشرافيه لپاره يو او پاتې وګړو لپاره جلا پاكستان دے چرته چې صحت، تعليم پشمول نورې آسانۍ يواځې اشرافيه ته ترلاسه دي ، ده ووئېل زما په سياست كښې د نظريه پاكستان تر مخه هېواد فلاحي رياست جوړول وؤ۔ د زيارت په ورځ 911 ايمرجنسي هيلپ لائن پرانستې په موقع خطاب كښې ده ووئيل مونږ هغه كار كوو كوم سره چې د اولس ژوند آسان شي او بيا د هغوې مرستې لپاره رياست اقدامات وكړي ، 911 سره به وګړو ته څه ډول پېښو ستونزو كښې دا باور ترلاسه شي چې رياست د هغوې مرسته كوي،ټول هېواد څخه په يو لمبر كال سره به د دې مسئلې په سمدستي توګه مخنيوې وشي۔ده ووئيل دا يو نوے پروګرام دے چې پكښې په ابتداء كښې به ستونزې رامخې ته كېږي خو وكړو ته به دا احساس وشي چې پاكستان ټولو لپاره دے ، ده ووئېل اشرافيه لپاره يو او اولس لپاره د بل پاكستان فرق به ختم شي ، كوم هم وګړے څه وخت هم خپله ګيله كومه هم سيمه كښې په دې لمبر كال څخه درج كولې شي او رياست به په سمدستي توګه د دې ځواب وركوي، ده ووئېل دا اسلامي فلاحي رياست پلو يو اقدام دے ،په دې پروګرام د كورنيو چارو وزارت پشمول ټول كسانو كومو چې هلې ځلې كړې ، هغوې ته پيرزوئنې وړاندې كوم، ده ووئېل د دې پروګرام كاميابۍ لپاره د ټولو صوبو مرستې ته اړتيا ده، دا په مجموعي توګه د ټول پاكستان منصوبه ده،د 18م بدلون نه پس وفاق او صوبې جلا جلا ښكاري خو په دې منصوبه دا ټول يو كيدے شي۔ وزيراعظم ووئيل صحت كارډ د خېبرپښتونخوا څخه پيل شوے او د سندھ نه علاوه په ټول هېواد كښې صحت كارډز جاري كړے شوي كومو سره چې تر لس لاكهه روپو ويړيا درملنې آسانۍ وګړو ته ترلاسه دي، ده ووئېل غريبو كورنيو كښې ناروغتيا يوه لويه مسئله وي ، د غربانانو وګړو لپاره هيلتھ كارډ يو لويه آساني ده، اوس هغوې په ښه روغتون كښې درملنه كولې شي۔وزيراعظم عمران خان ووئيل 75 كاله پس مونږ يو ډول تعليمي نصاب لپاره ګامونه پورته كړې ، په ابتدائي توګه تر 5م كلاس يو ډول نصاب پيل كړے شوے، دا كار 70 كاله وړاندې پيل كول پكار ؤ، ده ووئېل اشرافيه لپاره انګلش ميډيم او نورو لپاره دويم نظام تعليم ناانصافۍ وه۔ وزيراعظم ووئيل مونږ احساس پروګرام، كامياب جوان پروګرام پيل كړے ، كم آمدن لرونكو له خپل كور پروګرام پيل شوے ، كاروبار لپاره قرض وركړے كېږي ۔ده ووئيل مونږ قانوني امداد پروګرام پيل كولو لپاره چمتو يو چرته به چې مدعي لپاره وكيل كورولې شي۔ ده ووئيل د چين ماډل زمونږ لپاره مثال دے ، چين 70 كروړه څخه زيات وګړي د غريبۍ څخه وېستلي ، هند او چين مخ په وړاندې مزل كولو خو هند د ايليټ كلاس په وجه شاته پاتې شوے۔وزيراعظم عمران خان ووئيل مدينه كښې د نړۍ د تاريخ تر ټولو لوئې انقلاب راغلے۔ده ووئيل پاكستان كښې چې تر څو مونږ ايليټ سسټم نه وي ختم كړے نو په ټولو آسانيو به د هغوې قبضه وي
د اولس ژوند آسانول د رياست ذمه واري ده، 911 ايمرجنسي هيلپ لائن جوړيدو سره به هېواد كښې غريبانان خپلواكه كولو له مرسته تر لاسه شي، د وزيراعظم عمران خان 911 ايمرجنسي هيلپ لائن پرانستې په موقع خطاب
مضمون کا ماخذ : comprar raspadinha