ملګري ملتونه 22 اکتوبر(اے پي پي)پاكستان د امن په خاطر او د شخړو مخ نيوي لپاره په هلو ځلو كښې د ملګرو ملتونو امن مشن كښې د مېرمنو د مكمل او يو برابر ګډون ملاتړ كولو سره غوښتنه كړې چې د غېر ملكي قبضه لاندې او جنګ ځپليو هېوادونو كښې دې د مېرمنو تحفظ باوري كړے شي۔دا خبرې په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازي منير اكرم تېره ورځ په سلامتي كونسل كښې د مېرمنو د امن او سلامتيا په موضوع د بحث په مهال وكړې۔ده ووئيل تر غېر ملكي قبضې په لاندې او جنګ ځپليو هېوادونو كښې د مېرمنو او جينكو په ضد تشدد او د عصمت درې پیښې ډېرې زياتې شوي٬چرته چې جنسي تشدد او سپكاوے د جنګي وسلې په توګه كارولي كېږي۔ده ووئيل په كشمير كښې د هند قابضو ځواكونو لخوا په كشميريانو مېرمنو د جنسي تشدد او عصمت درې دستاويزي شواهد موجود دي ۔ده په مقبوضه جمو كشمير كښې د مېرمنو عصمت دري او د جنسي تشدد پېښې په ګوته كولو كښې ووئيل د هند قابضو ځواكونو مقصد ټولې ټولنې ته سزا وركول او رسوا كونه دي٬ د دې تصديق په كال 2018 او 2019 كښې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د هائي كمشنر دفتر٬د نړيوالې مېډيا او د بشري حقونو تنظيمونو په دوو رپورټونو كښې هم شوے دے۔
هندي ځواكونه ټولنې ته سزا وركولو لپاره د كشمير مېرمنو سپكاوے كوي٬د دې دستاويزي شواهد موجود دي۔د منير اكرم په سلامتي كونسل كښې وېنا
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری انعامات