اسلام آباد/ رسالپور 29 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان ائير فورس اصغر خان اکيډمي رسالپور كښې 146م جي ډي (پي)، 92م انجينئرنګ، 102م ايئر ډيفنس، 92م او 94م رائل سعودي ايئر فورس انجينئرنګ کېډټس کورسز د ګرېجوېشن دستوره شوې۔ په دې موقع د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرل نديم رضا خاص مېلمه ٶ٬ اکېډمي ته په رسېدو ايئر وائس مارشل محمد قېصر جنجوعه، ايئر آفيسر کمانډنګ پي اے ايف اصغر خان اکيډمي د دوي هركلے وكړو۔ د پاك فضائيه وياند له مخې په پاسنګ آؤټ پرېډ دستوره كښې په مجوعي توګه 115 ايوي ايشن کېډټس، 10 جنټلمېن کيډټس او 22 رائل سعودي ايئر فورس کېډټس ګرېجويټ شول۔ خاص مېلمه فارغ التحصيل كېډېس ته برانچ انسګنيا او په ځانګړې كاركردګۍ ګرېجوېټس ته انعامونه او ټرافۍ وركړې۔ په جنرل سروس ټريننګ كښې په ښه كاركردګۍ د جوائنټ چيفس آف اسټاف کمېټي چيئرمېن ټرافي د ايوي ايشن کيډټ اکيډمي انډر آفيسر صبيح الدين وګټله او په انجينئرنګ ډسپلن كښې په ښه كاركردګۍ چيف آف دي ائير اسټاف ټرافي د ايوي ايشن کيډټ سکواډرن انډر آفيسر محمد ثاقب شېر ته وركړې شوه٬ په فلائنګ ټريننګ كښې په غوره كاركردګۍ چيف آف دي ائير اسټاف بهترين پائيلوټ ټرافي د ايوي ايشن کيډټ احسن علي خټك وګټله٬ په 92م رائل سعودي ائير فورس کيډټس کورس الائيډ کيډټ ټرافي د رائل سعودي ائير فورس کېډټ فهد مبارك الجوهاني وګټله او د 94م رائل سعودي ائير فورس کېډټس کورس بهترين الائيډ کېډټ ټرافي د رائل سعودي ائير فورس کيډټ وليد خالد عبداللہ الترکي ته وركړې شوې٬ په کالج آف ايروناټيکل انجينئرنګ كښې په مجموعي توګه په ښه كاركردګۍ اعزازي توره د ايوي ايشن کيډټ اسکواډرن انډر آفيسر محمد ثاقب شېر ترلاسه كړه او په کالج آف فلائنګ ټريننګ كښې په مجموعي توګه د ښه كاركردګۍ په څرګندونه د ايوي ايشن کيډټ محمد سعد بنګش ته اعزازي توره وركړې شوه۔ په ګريجوېشن پرېډ كښې د عسکري او سول شخصيات سره سره د ګريجويټ کيډټس مور پلار هم ګډون كولو
پي اے اېف اکېډمي رسالپور كښې د جي ډي (پي)، انجينئرنګ، ايئر ډيفنس او د 92م و 94م رائل سعودي ائير فورس کيډټس د ګرېجوېشن دستوره
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا وفاقی