اسلام آباد 17 مارچ(اے پی پی)د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ(اي سي سي)د نيا پاكستان هاؤسنګ ډوېلپمنټ اتهارټي تر سيوري لاندې فيز ون كښې د روان كال تر پاې د يو لك كورونو جوړولو د وضعه كړی تګلارې او د آزاد جمو كشمير حكومت سره د بقاياجات او ټېرف چارو حل كولو له د ذيلي كمېټۍ جوړولو منظوري وركړب ۔ په غونډه كښې تهركول بيسډ پراجېكټ لپاره ځايې بېنكونو نه د 15.250 اربه روپو قرض له د پاكستان حكومت د ساورن ګارنټۍ جاري كولو او د درې لكه ټنه غنمو درآمد كولو منظوري هم وركړې شوې ۔د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه د شورو په ورځ د خزانې وفاقي وزير ډاكټر عبدالحفيظ شېخ په مشرۍ كښې وشوه۔كمېټۍ نيا پاكستان هاؤسنګ ډوېلپمنټ اتهارټي ته د وزيراعظم عمران خان وژن له مخې لږ آمدن لرونكو طبقو ته د كم خرچه كورونو جوړولو او د مالكانه حقونو وركولو له په مناسبه بيعه د هاؤسنګ فنانس آسانيو رسولو په لړ كښې د ګامونو پورته كولو هدايت وكړو ۔په غونډه كښې د نيا پاكستان هاؤسنګ ډوېلپمنټ اتهارټي لخوا د ارزانو كورونو جوړولو لپاره او د سركاري او نجي څانګې همكارۍ تر سيوري لاندې د پركيورمنټ لوظ نامو اجازې له د سمرۍ منظوري وركړې شوه۔دغسې په غونډه كښې د نيا پاكستان هاؤسنګ ډوېلپمنټ اتهارټي لخوا كورونو له د قرض سبسډي سكيم ته د بيا كتنې په اړه سمري هم منظور كړی شوه۔په غونډه كښې د لوئي شلمان وېلي د لارې پیښور نه د افغانستان جلال آباد ښار ته د رېلوے لائن منصوبې فيزبلټي سټډي له 61 ملين روپۍ٬كراچۍ كښې د قائداعظم اكېډېمي جوړولو له 29.38 ملين روپو سره د رېلوے لائن او پيپرا لپاره د 233.44 ملين روپو تكنيكي ضمني ګرانټس منظوري وركړې شوه۔په غونډه كښې د رېلوے وفاقي وزير اعظم سواتي٬د نجكارۍ وفاقي وزير ميا محمد سومرو٬ د توان وزیر عمرایوب خان، د صنعت وپیداوار وزیرحماداظهر،د تجارت او سرمايه كارۍ صلاحكار عبدالرزاق داؤد، د اصلاحات صلاحكار ډاکټرعشرت حسین، د محصولات خاص مرستيال ډاكټر وقارمسعود،د پاور خاص مرستيال تابش ګوهر، د سټېټ بېنك ګورنر رضاباقر،د خزانې سیکرټري، د پاور ډويژن سیکرټري،د قامی غذائی تحفظ وتحقیق سیکرټری ،د صنعت وپیداوار ایډیشنل سیکرټری ،د نيا پاكستان هاؤسنګ اتهارټي چيئرمېن، د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن٬ او نورو سينئر چارواكو ګډون كولو۔
د خزانې وفاقي وزير ډاكټر عبدالحفيظ شېخ په مشرۍ كښې د اي سي سي غونډه٬د نيا پاكستان هاؤسنګ ډوېلپمنټ اتهارټي تر سيوري لاندې فيز ون كښې د روان كال تر پاې د 1 لك كورونو جوړولو لپاره د وضعه كړی تګلارې منظوري
مضمون کا ماخذ : ماہی گیری کا جنون