باغ 22 مئي (اے پي پي) کشمير او ګلګت بلتستان چارو لپاره د وزيراعظم سلاحكار قمر زمان کائره وئيلي دي سرينګر كښ?? د جي-20 تابيا د حقائقو مسخ كولو ناكامه هڅه ده٬ مقبوضه كشمير د اوپن زندان په ډول دے٬ د مودي حكومت په ټګۍ آډانه منظرنامه او ناسمه ډرامه د مقبوصه كشمير د اولس حوصلې ماتول غواړي خو د كشميريانو د آزادۍ جذبه قائم او دائم ده او د پاكستان ټول قام د مقبوضه كشمير اولس سره د يووالي څرګندونه كوي او دوي سره ولاړ دے ۔ د جي۔20 غونډې په تناظر كښ?? د باغ او آزاد كشمير دورې په مهال “اے پي پي” سره خپلو خاص خبرو كښ?? قمر زمان کائره ووئيل كشميريانو سره د نړۍ قامونو د ملګرو ملتونو د لارې د خپلواكۍ حق وركولو لوظ كړے٬ د هند وزيراعظم پنډټ جواهر لعل نهرو هم كشميريانو سره دغه لوظ كړے٬ ده ووئېل ملګري ملتونه او د نړۍ قامونه په رامخې ته بېلو چارو كښ?? په جارجانه لائحه خپلولو ھغه حل كوي خو د نړۍ لخوا كشميريانو سره شوے بخوانے لوظ تر اوسه تر سره نه كړے شو۔ ده ووئيل په مقبوضه کشمير كښ?? هندي واكمنو په بېلو دورونو كښ?? د مظلومو كشميريانو په ضد مختلف چالونه چلولي٬ هند د كشميريانو په ضد د ظلم٬ جبر، تشدد ، قانوني کاروائيو پشمول نورې هڅې كوي چې د لارې ئې د كشميريانو شناخت او جذبه د پښو لاندې كول غواړي٬ ده ووئېل هند په دې كښ?? نه كامياب شوے او نه به كامياب شي۔ قمر زمان کائره ووئيل د كشميريانو د آزادۍ د هلو ځلو تحريك سپانسر تحريك نه دے بلكې دا ځائي تحريك دے ٬ دا د كشميريانو د خواهشاتو او جذباتو عكاس دے كوم چې نسل در نسل د دوي په وينه كښ?? شامل دے٬ دا په هېڅ صورت نشي ختمېدے ۔ كائره ووئيل د جي-20 كنفرنس يو برخه سرينګر ته منتقل كول هند لخوا د حقائقو مسخ كولو ناكامه هڅه ده٬ په فرېب آډانه منظر نامه د كشميري اولس د آزادۍ جذبه يخولې نشي۔ ده ووئېل مقبوضه کشمير د اوپن زندان غوندې دے٬ هند سرينګر په پوځي چهاٶڼۍ بدلولو سره د جي-20 په تابيا كولو دا تاثر د وركولو هڅه كوي چې هلته امن او امان دے او كشميريان مزاحمت نه كوي او د دې هم ناوړه هڅې كوي چې په مقبوضه کشمير كښ?? د هندي اقداماتو ډاډګيرنه شوې ٬ حالانكه دا هر څه ناسم او په ټګۍ آډانه دي كوم چې تل هندي واكمنو ځائي اولس سره كړ?? ۔ ??ه ووئيل وزيراعظم شهباز شريف او خارجه و??ير بلاول بھټو زرداري په مشرۍ كښ?? د پاكستان قام٬ هر كوچنے او هر كس په سرينګر كښ?? د جي -20 كنفرنس كولو نه وړاندې وړومبۍ ورځ راهسې كشميريانو سره ولاړ دي٬ پاکستان دوستانو او د جي -20 غړو هېوادونو سره رابطې كړي او د دغې اثرات رامخې ته شوي ٬ ده ووئېل ځينې هېوادونو په كنفرنس كښ?? د ګډون كولو نه انكار كړے او نور هېوادونه به هم نه راځي۔ ده ووئيل مونږ د جي20 په سرينګر كښ?? د تابيا په ضد يو ٬ دا كشميريانو سره جبر او زياتې دے۔ كائره په دې خبره زور رواړو چې نړيوالو قامونو له كشميريانو سره كړي لوظونه ترسره كول پكار دي٬ دوي له په دا ډول غونډه كښ?? ګډون كولو سره هندي مقاصدو او ارادو كښ?? سهولت وركول پكار نه دي۔ قمر زمان کائره ووئيل بلاول بهټو زرداري د آزاد کشمير قانون ساز اسمبلۍ او جلسو ته وېنا كښ?? كشميري اولس سره د يووالي څرګندونه كوي٬ د مئي په 23مه نيټه په باغ كښ?? ټولو سياسي ګوندونو او مختلف مكتبه فكر ته په دې كښ?? د ګډون كولو بلنه وركوٶ۔ ده ووئيل د کنټرول لائن په پورې غاړه مودي حكومت ډرامه كولو سره د مقبوضه كشمير د اولس حوصلې ماتول غواړي٬ د نړۍ په وړاندې دروغ سره منظر نامه بدلول غواړي۔ ده ووئيل مونږ به د هند ناوړه مقاصد چېلنج كوٶ٬ مونږ به نړۍ ته ښايو چې د كشميريانو د آزادۍ جذبه يخه نه ده او دوي خپلې ستړې كوي او د ھغوي د آزادۍ جذبه هغسې قائم او دائم ده او په هېڅ صورت به كمه نشي۔ قمر زمان كائره ووئيل نړۍ ته به دا پېغام لاړ شي چې د كشمير مسئله ژوندۍ ده او تر څو چې دا مسئله د كشميريانو د هيلو له مخې حل نه شي دا به دغسې دوامداره وي۔
سرينګر كښې د جي-20 غونډې تابيا د حقائقو مسخ كولو ناكامه هڅه ده٬ په فرېب آډانه منظر نامه د كشميري اولس د آزادۍ جذبه ختمولې نشي۔ د قمر زمان کائره اے پي پي سره خبرې
Crash game online entertainment entrance
مضمون کا ماخذ : ہرکیولس اور پیگاسس