اسلام آباد۔11اپریل (اے پی پی) پاكستان په سري نګر كښې د مئي 22 مې څخه تر 24 مې نېټې د جی 20 ټورازم ورکنګ ګروپ غونډې كولو حوالې سره د هند ??ه پرېكړه خپل سخت غبرګون ښودلے دے۔ د خارجه دفتر وياندې ??خو?? د نهې په ورځ په جاري كړې شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې د ځوانانو په چارو د يو مشاورتي فورم (وائي 20) د هند ??ه غېر قانوني توګه قبضه كړې شوي جموں وكشمير كښې او د دوه نورو غونډو په ليه او سري نګر كښې شېډول كېدل پرېشانه كوؤنكي دي۔ وياندې په خپل بيان كښی وئيلي چې د هند غېر ذمه واره ګام د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو٬ د ملګرو ملتونو د چارټر او د نړيوالو اصولو ښكاره خلاف ورزي ده او دا د هند ??خو?? په مقبوضه كشمير كښې د خپلې غېر قانوني قبضې ساتلو اقداماتو برخه ده۔ وياندې ووئيل پاكستان په سختۍ سره د دې غندنه كوي٬ دا ډول اقدامات د مقبوضه جموں وكشمير د متنازعه سيمې كېدو حقيقت پټولې نه شي۔ د بيان له مخې په مقبوضه جموں وكشمير كښې د جی 20 ایونټس كوربتوب كولو پرېكړې سره هند ??و وارې بيا په مهم نړيوال ګروپ كښې د خپل غړيتوب ګټه پور??ه كول غواړي دغسې چې هغه خپله ايجنډا مخ په وړاندې بوتلے شي۔ د بيان له مخې يو داسې هېواد كوم چې د ځان په اړه او په نړۍ كښې د خپل مقام په اړه يوه په زړه پورې نظريه لري هند ??و وارې بيا دا ثاب??ه كړې ده چې هغه د نړيوالې ورورولۍ د يو ذمه وار غړي په حېث كار كولو څخه قاصر دے۔
په سري نګر كښې د 20 وركنګ ګروپ غونډه د سلامتي كونسل د قراردادونو ٬ د ملګرو ملتونو د چارټر او د نړيوال قانون د اصولو ښكاره خلاف ورزي ده٬ خارجه دفتر
Immortal Way Gloves APP Game Platform Website
مضمون کا ماخذ : تعداد بہت زیادہ ہے۔