اسلام آباد 04 اپرېل(اے پی پی)د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئېلي دي د قام تقدير سره تړلې مقدمې په تحمل سره په اتفاق اورېدلې كېږي٬انا٬اداره جاتي تسلط ته نه كتلے كېږي٬اكثريتي پريكړه په اقليتي پريكړه بدلېدې نه شي٬د ازخود نوټس پريكړه په بدلولو د انصاف د اصولو خلاف ورزي شوې او په دې احتجاج كول زمونږ حق دے۔د نهې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د قانون وفاقي وزير ووئيل پرون په دې ايوان كښې د ايوان مشر په عد??لت عظمٰی كښې په روانه آئيني مقدمه خبره كړی وه٬ما ايوان ?? مقدمې تفصيلات څخه خبر كړے ؤ ٬ټول هېواد سماعت وكتلو او پرېكړه ئې ولوستله۔د قانون وفاقي وزير ووئيل چې كله د يو ضدي كس د انا تسكين لپاره دوه صوبائي اسمبلۍ تحليل شوې نو سنجيده حلقو د دې مخالفت وكړو او په دې يې د تحفظات څرګندونه وكړه ځكه چې د دې بنيادي مقصد سياسي تقسيم ؤ ۔د قانون وفاقي وزير ووئيل دې معزز ايوان په تېره اونۍ كښې خپله آئيني فريضه ترسره كولو سره قرارداد منظور كړو او غوښتنه يې وكړه چې دې معاملې ته دې په سنجيدګۍ سره وكتلې شي٬دغسې ازخود نوټس په پريكړه كښې مقدمې خارج كړې شوې٬په پريكړه كښې وئېلي شوي وو چې دا د صوبو مسئله ده٬ ده ووئېل بيا ايوان ??ستدعا وكړه جې د عدل په ايوان كښې تقسيم ليدے شي ځكه دا معامله دې فل كورټ ته وړاندې كړی شي٬ما دا استدعا كړې وه چې دا معامله دې د انا او ضد معامله ونه ګرځولې شي بلكې آئيني او سياسي بحران ??اتمې لپاره دې فل كورټ كښې واورېدلې شي خو افسوس چې داسې ونشوه٬ ده ووئېل د سياسي ګوندونو وكيلان فريق جوړ نه كړے شول ٬اټارني جنرل ??م ټولې خبرې بينچ ته وړاندې كړي او خواست يې كړے چې معامله دې فل كورټ ته ولېږلې شي يا هغه ججانو ته دې ولېږلې شي كوم چې تراوسه د بينچ بر??ه نه دي
د قام تقدير سره تړلې مقدمې په تحمل سره او اتفاق اورېدلې كېږي٬د انصاف د اصولو په خلاف ورزۍ احتجاج زمونږ حق دے۔د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونه
Win-win fish, shrimp and crab APP game website
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعداد و شمار