اسلام آباد 31 مارچ (اے پي پي)وزير??عظ?? محمد شهباز شريف وئېلي ??ي پاكستان او متحده عرب امارات تاريخي د ورورولۍ اړيكې لري٬پاكستان متحده عرب امارات سره د تجارت او سرمايه كارۍ پشمول بېلو څانګو كښې د ورورولۍاړيكې لا پراخه ك??لو به خوښي لري۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د حيات بائيوټيك چيئرمېن او د متحده عرب امارات د حكمرانې كورنۍ غړي شېخ احمد دلموك المكتوم سره په خبرو كښې كړې چا چې د يو پلاوي سره د جمعې په ورځ ده سره ملاقات كولو ۔د پلاوي هركلي كولو سره وزير??عظ?? ووئېل پاكستان او متحده عرب امارات تاريخي د ورورولۍ اړيكې لري۔ده په دې خبره زور راوړو چې پاكستان متحده عرب امارات سره د تجارت او سرمايه كارۍ پشمول بېلو څانګو كښې د ورورولۍاړيكې لا پراخه ك??لو له خوښي لري۔وزير??عظ?? د حيات بائيوټيك لخوا د پاكستان فارماسيوټيكل سيكټر په خاص توګه د ويكسين په تيارۍ كښې په سرمايه كارۍ كښې د خوښۍ هركلے وكړو ۔ده دوره ك??نكي پلاوي ته د تجديد وړ توان په څانګه كښې د سرمايه كارۍ ترغيب هم وركړو او باور ئې وركړو چې غېر ملكي سرمايه كارو ته به هر ممكن آسانۍ وركولې شي۔شېخ احمد دلموك المكتوم ووئېل پاكستان كښې د سرمايه كارۍ پراخه موقعو څخه خبر يم۔ده ووئيل متحده عرب امارات د توان او روغتيا په څانګو كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې لا پراخه ك??ل غواړي۔ده په پاكستان كښې د متحده عرب امارات سرمايه كارۍ پورټ فوليو لا پراخه ك??لو خواهش هم څرګند كړو ۔خاص مېلمه وزير??عظ?? ته د سندھ حكومت په مرسته د پېل كړي 1200 مېګاواټ پاور پلانټ پروژې په اړهم خبر كړو كوم به چې د شمسي او سيلۍ څخه د توان يو هائبرډ پاور پلانټ وي۔په دې موقع د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار٬د نېشنل هېلت سروسز وفاقي وزير عبدالقادر پټيل٬د وزير??عظ?? خاص مرستيال طارق فاطمي او ګڼو سركاري محكمو اعلٰی چارواكي هم موجود وو
وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د متحده عرب امارات د سرمايه كارۍ كمپنۍ پلاوي ملاقات
Captain’s Bounty APP download URL
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نتائج