لاهور – 18 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په لاهور كښې د چوهدري شجاعت حسېن كور ته لاړو او د هغه د حال احوال يې پوښتنه وكړه۔ وزيراعظم چوهدري شجاعت حسېن ته د ګلونو ګلدسته هم وړاندې كړه۔ د وزيراعظم د دفتر د ميډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې پ?? ملاقات كښې وفاقي وزيران طارق بشير چيمه، چوهدري سالك حسېن او د وزيراعظم خاص مرستيال ملک محمد احمد خان هم موجود وو۔ وزيراعظم شهباز شريف او چوهدري شجاعت حسېن د ملاقات په مهال په هېواد كښې په روانه سياسي وضعه خبرې اترې وکړې۔ وزيراعظم چوهدري شجاعت حسېن د معيشت بحالۍ او او??س ته ريليف وركولو له د حكومت لخوا د روانو هڅو په اړه خبر كړو۔ چوهدري شجاعت حسېن د هېواد او ولس له ستونزو څخه راويستو ??پاره د وزيراعظم د مخلصانه هلو ځلو ستائنه وكړه۔ دواړو مشرانو دا هم ومنله چې هېواد له ستونزو څخه د وتلو لپاره سیاسي ثبات او نزدې همكارۍ ته اړتيا ده۔
د وزيراعظم چوهدري شجاعت سره د هغه په استوګنه ملاقات٬ د حال احوال تپوس پوښتنه
Duile APP download link
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کی پیشن گوئی