اسلام آباد/لاهور 16 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د انفارميشن اينډ کميونيکيشن ټيکنالوجي(آئي سي ټي) څانګه د پاکستان معيشت لپاره “ګيم چينجر” ګرځولو سره وئيلي دي چې مونږ له په دې حالاتو او رويو كښې بدلون ته اړتيا ده٬ د درست اقداماتو په سبب مونږ په دوه دريو كالو كښې په آئي ټي سېكټر كښې 15 بېليونه ډالره ګټلے شو’ يوازې د سائبر په څانګه كښې 80 مېليونه تربيه لرونكې انساني وسائلو ته ضرورت دے كه مونږ په دې څانګه كښې خپل هيومن ريسورس ته د تربيې وركولو جوګه شو نو مونږ به په هېواد كښې په بې روزګارۍ قابو وموندلې شو٬ نړۍ په تندۍ سره مخ په وړاندې روانه ده٬ مونږ له به د پاليسي سازۍ عمل ګړندې او په نړۍ كښې رامخې ته كې??ون??و بدليو سره همكاري كول وي٬ كه په مينه او خوارۍ كار وكړې شي نو كاميابي يقيني ده ٬ مونږ له زيات آئي ټي ګرېجويټس تيارولو ته اړتيا ده دغسې چې د پرمختللې هېوا??ون?? په ډول عصري ټېكنا??وج?? څخه استفاده وكړې شؤ٬ غواړم چې پاكستان په سائبر سكيورټي او سائبر ډيفنس كښې قوي شي۔ د جمعې په ورځ په پنجاب انفارميشن ټيکنالوجي بورډ لاهور كښې د وېب 3.0 لانچنګ دستورې ته خپله وېنا كښې صدر مملکت ووئيل دلته د صلاحيت لرونكو ځوانانو كمې نشته ٬ د آئي ټي په څانګه كښې ځوانانو لپاره د كار كولو بلها موقعې موجود دي او آئي ټي د صحت په څانګه كښې انقلابي تبديلي راوستې شي۔ په دستوره كښې د پنجاب د خزانې وزير محمد محسن خان لغاري، د وزير اعلی د آئي ټي خاص مرستيال ډاکټر ارسلان خالد، د پنجاب انفارميشن ټيکنالوجي بورډ(PITB) چيئرمېن سيد بلال حيدر، د انفارميشن ټيکنالوجي يونيورسټي (ITU) وائس چانسلر ډاکټر سرفراز خورشيد ‘ د آئي ټي پروفيشنلز، کاروباري شخصياتو او ميډيا پرسنز هم په دې موقع موجود وو۔ په دې موقع صدر مملکت د فېډريشن او د دې د بركو د اكائيو ترمېنځه مرسته او د همكارۍ په زياتولو زور راوړو دغسې چې د اسټارټ اپ اېکو سسټم سرپرستي او دې ته وده وركړې شي او ښځينه افرادي قوت او خصوصي كسانو په پېداواري او معاشي چوكاټ كښې شامل كړې شي۔ ده ووئيل چې د وزير اعظم ډيجيټل سکلز ډويلپمنټ پروګرام څخه نزدې 2.2 مېليونه كسان د وړاندې نه مستفيد شوې دي او دا ډول پروګرامونه په آسانۍ سره نقل كېدې شي او دې ته پراختيا وركولې كېدې شي دغسې چې د هنر مند پېشه ور افرادي قوت ??مې??ه زياته شي او د پاكستان ځوانانو ته ډيجيټل مهارتونه وركړې شي۔ په دې موقع ډاكټر ارسلان خالد هم وېنا وكړه۔ د دې نه وړاندې صدر مملکت په پاکستان كښې د وېب 3.0 ټيکنا??وج?? په څانګه كښې د غېر معمولي كاركردګۍ څرګن??ون?? كوونكو كمپنو او د آئي ټي پروفيشنلز ته شيلډز او سن??ون?? هم وركړل۔
انفارمېشن اينډ کميونيکيشن ټيکنالوجۍ څانګه پاکستاني معيشت لپاره “ګېم چينجر” دے٬ د درست اقداماتو په سبب مونږ په دوه درېو كالو كښې په آئي ټي سېكټر كښې 15 بېليونه ډالره ګټلې شؤ۔ صدر مملکت ډاکټر عارف علوي
Tsar’s Treasure APP Game Platform
مضمون کا ماخذ : resultados loteria São Paulo