اسلام آباد 14ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي كه مو??ږ دا پريكړه وكړو چې پاكستان به يو عظيم هېواد جوړوو نو ??ا كار مشكل ضرور دے خو ناممكن نه دے ، بار او بنچ كه يو نه شي نو ?? آئين سرلوړي ، د قانون حکمرانی او د انصاف خبره به څوك كوي ، د سیلاب ځپليو بحالۍ له به مو??ږ ټولو له خپل كردار ترسره كول وي ، كه مو??ږ خپل ځان بدل نه كړو نو ??اریخ به مو??ږ ونه بخښي،تير حكومت د آئی اېم اېف سره لوظنامې كړي او پاسداری ئې نه ده كړې ،75 كاله پس هم مو??ږ كچكول پورته كړے او ګرځو زمونږ ګاونډيان زمونږ څخه په معاشی او سماجی اعتبار سره وړاندې تللي ، وکيلانو ??ه په الاټمنټ لیټرز ترلاسه كيدو مباركي وركوم،كه مو??ږ عهد وكړو نو پاكستان يو هېواد جوړيدے شي خو په تقريرونو ??ره نه په عمل او عزم ، دلته وسائل، اذهان، انسانی قوت شته، ده۔ د شورو په ورځ د وكيلانو کنونشن ته وينا كښې وزیراعظم ووئيل د وكيلانو پخوانۍ غوښتنه پوره شوه او د يو بشپړه ضابطې له مخې د قرعه اندازۍ نه پس الاټیز ته الاټمنټ لیټر?? وركړے شول ، په دې هاؤسنګ کالونی كښې پلاټ ترلاسه كوونكو له مباركي وركوم ، د قانون وزير او هاؤسنګ وزير په دې لړ كښې په زړه پورې كار كړے ، اوس دا وړومبے پړاؤ بشپړ شو ، په دې هاؤسنګ سكيم كښې د پرمختيائي كارونو په اړه به خپل كردار ترسره كوو۔ وزیراعظم ووئيل ټول هېواد كښې د سيلاب له امله لوي زيان شوے كوم چې په تير وخت كښې مثال نه لري،د ټول هېواد څخه راغليو وكيلانو له به خپلو خپلو سيمو كښې د موسمي بدلون په وجه د شوي تباهۍ مشاهده كول وي، دا قدرتي آفت په يو داسې وخت كښې راغلے كله چې هېواد وړاندې څخه ډیفالټ كيدو ته نزدے ؤ ، ده ووئېل حکومت د اتحادیانو ??ره په ګډه هېواد د ډیفالټ كيدو څخه بچ كړے او معاشی عدم استحکام ئې تر څه حده کنټرول کړے خو ګراني په عروج ده ، په دې كښې هيڅ شك نشته ، ده ووئېل په 11 اپریل کله چې هېواد كښې حكومت بدل شو نو په يوه نيمه مياشت كښې مو??ږ مهمو پريكړو كولو له حېران وؤ۔ وزیراعظم ووئيل دلته سياست له نه په قامي چارو خبرو كولو له راغلے يم ، آئی ایم اېف سره د لوظنامې تير حكومت پاسداري نه ده كړي او د هغې ئې خلاف ورزي كړي ٬ په دې آئی ایم اېف د تير حكومت په ترسره شوو شرائطو عملدرآمد سره پروګرام مشروط كړے۔ده ووئيل زه د وكيلانو څخه دا پوښتنه كوم چې نن 75 كاله پس پاکستان په كوم ځاے ولاړ دے٬ پاكستان دې لپاره جوړ شوے ؤ او قائداعظم څوك چې يو قانون پوهه ؤ هغه په كوم بصيرت او وژن سره علامه سره په ګډه د پاکستان جوړولو كوم خواب ليدلے ؤ او دې لپاره ئې يو عظيم تحریك چلولے ؤ او ګڼو كسانو ??ې لپاره قرباني وركړې وه ؟ ۔ده ووئيل نن زه بلوچستان ته تللے ووم،دا وخت هم هلته اوبه ولاړي دي ، ګڼ شمير كسان په مېدان ژوند كولو ته مجبو دي ، زه ستاسو څخه پوښتنه كوم تاسو د هېواد قانون پوهه ئې چې دا ولې ؟ ،۔ده ووئيل جوهری طاقت لرلو نه پس د پاکستان دفاع ناقابل تسخیر ج??ړه شوې خو معاشی اعتبار سره واړھ هېوادونه هم زمونږ څخه وړاندې تللې ۔ ده ووئيل قام مو??ږ څخه پوښتنه كوي چې د قائداعظم خوب نن هم تعبير ونه مو??دلو او نن هم مو??ږ هېواد كښې د غريبۍ او بے روزګارۍ په ضد جنګ كوو ، ده ووئېل د كومو هېوادونو چې زمونږ سره مقابله وه ، هند كښې د روپۍ قدر زمونږ څخه كم ؤ هغه نن زمونږ څخه وړاندې دې، مو??ږ غواړو چې قام پوښتنه وكړي چې زمونږ سباؤن څه دے ؟ ، د ووئېل سیلاب ځپلي ستونزو سره مخ دي ،ځپليو سيمو كښې 6 لکهه ميرمني حامله دي ، هغوي څه ډول ستونزو سره مخ دي، دلته څخه د دې اندازه نه شي كيدې ، سیلاب له امله درې كروړه څخه زيات وګړي ځپلي شوي،دا مهال موسم ګرم دے خو د يخښنۍ موسم راروان دے ٬ د هغوي ستونزي به نوري هم زياتي شي۔ وزیراعظم ووئيل كه بار او بنچ يو نه شي نو د انصاف او قانون او آئین د حکمرانۍ خبره به څوك كوي۔ دغسې وزیراعظم په دې مو??ع د وكيلانو لپاره د پلاټونو کمپیوټرائزډ قرعه اندازی وكړه۔دغسې وزیراعظم په دې مو??ع سینئر وکيلانو له الاټمنټ لیټرز هم وركړل۔
د پاکستان يو عظیم هېواد جوړول مشکل كار دے خو ناممكن نه دے، د سیلاب حپليو بحالۍ لپاره به مونږ ټولو له كردار ترسره كول وي۔ د وزیراعظم محمد شهباز شریف د وكيلانو کنونشن ته وينا
Baccarat controlled squeeze landing platform
مضمون کا ماخذ : امکان ہے کہ میگا سینا