اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي) د چين صدر شي جن پنګ او وزيراعظم لي كي چيانګ په پاكستان كښ?? د ??ېلاب له امله په ځاني او مالي زيان د پاكستان مشرتابه او اولس سره د بشپړه يو والي او د افسوس څرګندونه كړې۔ په پاكستان كښې د چين سفير نونګ رونګ د چين صدر او وزيرعظم خاص پېغام صدر مملكت ډاكټر عارف علوي او وزيراعظم محمد شهباز شريف ته رسولې۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس د مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د چين صدر شي جن پنګ او د وزيراعظم لي كي چيانګ لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم وو??يل چ?? د ??ل پشان د چين مشرتابه او اولس د پاكستان د ملګرتيا او د زړه د اخلاص څرګندونه كړې۔ ده وو??يل چ?? د ??در شي جن پنګ او د وزيراعظم لي كي چيانګ د زړه نه مننه كوو۔ د يادنې وړ ده چې د چين لخوا د پاكستان سېلاب ځپليو لپاره د 100 ملين يو آن(آر اېم بي)مر??تې اعلان كړې۔ د چين لخوا د 25000 خيمو او نورو مر??تې څيزونه عطيه شوې۔ د چين فضائيه پروازونو 300 خيمو وړومبۍ پېره نن او سبا كراچۍ راورسېږي۔ په پاكستان كښې د چين سفير نونګ رونګ كراچۍ كښې د مر??تې سامان پاكستاني چارواكو ته حواله كړو۔ د چين لخوا د سېلاب ځپليو لپاره د مر??تې وركولو په اړه د اقتصادي چارو ډويژن د چين سفير د كراچۍ څخه په بېرته راتللو به په باضابطه توكه خبر كړی شي۔ د چين سفير نونګ رونګ د چين د مشرتابه پريكړې څخه د پاكستان حكومت خبر كړې
د چين صدر او وزيراعظم د سېلاب له امله په ځاني او مالي زيان د پاكستان مشرتابه او اولس سره د بشپړه يو والي او د افسوس څرګندونه وكړه
Amber Blackjack Credit Site
مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں