ماسکو۔3اکتوبر(اے پی پی) د سرمايه كارۍ ٬ نجكارۍ او مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان وئيلي دي روسيه سره په دوه اړخيزه كاروباري او نورو منصوبو كښې مرستې له خوښي لرؤ٬ په پاكستان ك??ې د سرمايه كارۍ پراخه موقعې موجود دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د روسيه ن??ئب وزيراعظم الېکسی او??ر چک سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ د سرمايه كارۍ وزارت لخوا د جاري شوي بيان له ??خې د ملاقات په مهال په روسيه كښې د پاكستان سفير خالد جمالي او مشران چارواكي هم وفاقي وزير عبد العليم خان سره موجود وو۔ په ملاقات كښې د ټرانسپورټ وزير رومان سټاراووت او د صنعت او تجارت دوهم وزير الېکسی ګروزدیف هم شامل وؤ۔ وفاقی وزیر عبدالعلیم خ??ن د روسيه ن??ئب وزيراعظم سره د شريكې خوښې په چارو خبرې وكړې۔ په ملاقات كښې په تاپي ګېس پراجېكټ ٬ تجارت ٬ د پاكستان تر ايران ٬ آذربائيجان او روسيه مجوزه تجارتي راهدارۍ او رېل ټرېك جوړولو هم خبرې وشوې۔ په ملاقات كښې د پاكستان او روسيه ترمينځه په تجارتي ٬ معاشي او د دوه اړخيزه مرستې په بېلو اړخونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د پاكستان او روسيه ترمينځه په كال 2022 كښې په شوې انټرنېشنل روډ ټرانسپورټ لوظنامه غور اوشو۔ په دې موقع وفاقي وزير ووئيل روسيه سره په دوه اړخيزه كاروباري او نورو منصوبو كښې دوه اړخيزه مرستې له خوښي لرؤ٬ پاكست??ن د سرمايه كارۍ پراخه موقعې لري۔ د روسيه ن??ئب وزيراعظم الېکسی او??ر چک پاكستان لپاره د بشپړه مرستې او د خېر سګالۍ جذبو څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل په ن??رتھ ساؤتھ انټرنېشنل ټرانسپورټ کورېډور كښې د پاكستان خوښي لرل د ستائنې وړ ده۔ دا به د یورو ایشیا او قطبي او سوئيلي هېوادونو ترمينځه تړون لپاره په زړه پورې تجارتي روټ وي۔ په ملاقات كښې د روسيه او پاستان بېلو څانګو ترمينځه د خبرو اترو په روانو ساتلو موافقه هم وشوه
د سرمايه كارۍ وفاقي وزير عبدالعليم خان د روسيه نائب وزيراعظم سره ملاقات ٬ په تاپي ګېس پراجېكټ ٬ تجارت ٬ د پاكستان تر ايران ٬ آذربائيجان او روسيه مجوزه تجارتي راهدارۍ او رېل ټرېك جوړولو خبرې
MG online reputable entertainment platform
مضمون کا ماخذ : پریمیوس لوٹومینیا