اسلام آباد۔15ستمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو، خپرونو، قامي ورثې او كلتور وفاقي و??ير عطاء تارړ وئيلي دي چې د يو خاص شخصيت لپاره د قانون سازۍ تصور سم نه دے ، مجوزه قانون سازي پراخا اولسي ګټو لپاره ده، اجتماعي سوچ سره مخ په وړاندې روان يؤ۔ د اتوار په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې ميډيا سره په خپلو خبرو كښې د اطلاعاتو وفاقي و??ير ووئيل چې اولس ته فوري انصاف وركولو لپاره له ډېرې مودې راهسې د اصلاحاتو ضرورت محسوسېدو ٬ په دې لړ كښې ګامونه پورته كولې شي۔ ده ووئيل دا تاثر چې د يو خاص شخصيت لپاره قانون سازي كولې شي په بشپړه توګه غلط دے، تجويز كړې شوې قانون سازي د عام اولس پراخا ګټو لپاره ده۔ ده ووئيل د كېسونو حل کېدل څو لسيزې وخت نيسي، خلکو ته آسان او چټک انصاف برابرول زمونږ ترجيح ده۔ ده ووئيل د خصوصي پارليما??ي كمېټۍ غونډه روانه ده او حكومتي اتحاديان يو بل سره ناست دي، بلاول به??و زرداري او اسحاق ډار د چارټر آف ډېموكراسي په اړه خبرې كړې دي۔ ده ووئيل دا چارې د قامي نوعيت دي او دې څخه بايد ټول اولس ته ګټه ورسي٬ څو وارې كاز لسټ نه جاري كيږي٬ نوټس وركولے نه شي او آرډر جاري كولې شي۔ بايد داسې نظام وي كوم چې توازن په ځايې وساتي۔ وفاقی وزیر ووئيل د كابينې غړي موجود دي ٬ دا ترميم بايد د ټولو په ګټه وي٬ اجتماعي سوچ سره مخ په وړاندې روان يؤ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې د اطلاعاتو و??ير ووئيل د آئینی ترمیم هيله او عزم لرؤ٬ ?? نمبر ګېم به هېڅ مسئله نه وي۔ مولانا فضل الرحمان زمونږ پخوانے اتحادي او ملګرے دے٬ كه پاك پروردګ??ر ته منظور وي ښه خبرونه به رامخې ته شي۔
كوم خاص شخصيت لپاره د قانون سازۍ تصور سم نه دے ، مجوزه قانون سازي پراخا اولسي ګټو لپاره ده: عطاء تارړ
उड़ान नियंत्रण इलेक्ट्रॉनिक विश्वसनीयता सट्टेबाजी वेबसाइट
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک واریر شہزادی