اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي چارو سلاحكار رانا ثناء ﷲ وئيلي دي چې وزيراعظم د اسرائيلي جارحيت په هر فورم بشپړه غندنه كړې ده٬ فلسطينيانو لپاره به زر ټنه د مرستې سامان لېږلې شي٬ د اسرائيلي مصنوعات د استعمال ل??ره نيولو لپاره كم??ټي جوړه كړې شوې ??ه٬د مظلوم فلسطينيانو مرستې او په دې د ظلمونو لاره نيولو لپاره چې څه ممكنه وي هغه به كوؤ۔ ده دا خبره د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء اﷲ تارړ او د تحريك لبيک پاکستان مشرانو سره په ګډه پرېس كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړه۔ رانا ثناء ﷲ ووئيل تحريك لبېك پاكستان د فلسطين په مظلوم مسلمانانو د روانو ظلمونو په ضد څو ورځې راهسې په فېض آباد كښې په احتجاج دے٬ دوي سره زمونږ مذاكرات شوې ??ي٬ د ټي اېل پي د امير حافظ سعد حسېن رضوي په مشرۍ كښې د فلسطين د مظلوم مسلمانانو مرستې او د اسرائيلي جارحيت او د ظلم پحقله مطالبات وو٬ حكومت په دې لر كښې خپلې هڅې د وړاندې نه جاري ساتلې وې، د دوي لخوا د پام راګرځولو په سبب ځينې چارې رامخې ته شوې ??ي٬ حکومت به د فلسطين مسلمانانو لپاره هڅې نه يوازې روانې ساتي بلكې په دې كښې به زياتوالې هم كوي۔ ده ووئيل زر ټنه نه زيات د مرستې سامان به د 31 جولائي نه وړاندې فلسطين ته ولېږلې شي چې پكښې به نور سامان سره سره داروګان او ميوې هم شا??لې وي۔ ده ووئيل د اسرائيل وزيراعظم په جنګي جرائمو كښې ملوث دے او اسرائيل د يو ترهګر په توګه رامخې ته شوې ??ې٬ مونږ نړيوالې ورورولۍ څخه مط??لب?? كوو چې ھغه دې اسرائيل انصاف سره مخ كړي او اسلامي نړۍ دې په دې لړ كښې خپل كردار ولوبوي۔ ده ووئيل په مباشر يا غېر مباشر توګه د اسرائيلي مصنوعاتو٬ كوم چې په دې ظلم او بربريت كښې مرستيال ثابت كېږي٬ د استعمال ل??ره به نيولې شي په دې لړ كښې مونږ يوه كم??ټي هم جوړه كړې ده٬ ده ووئيل د تحريک لبيک پاکستان او حكومت ترمېنځه په دې ټولو چارو تفصيلي خبرې اترې شوې ??ي٬ مونږ د دوي د دې جذبې ستائنه كوٶ او په اخلاص او ايماني جذبې سره به په دې عمل هم كوٶ ۔ ده ووئيل چې حکومت د فلسطين ژوبل شويو لپاره د داروګانو پشمول هلته د ډاكټرانو په لېږلو هم غور كوي او د دې خبرې به هم جاج اخستې شي چې زمونږ په روغتونونو كښې د فلسطين د ژوبل شويو درملنه وكړې شي، دغسې د فلسطين زده كوونكو لپاره هم زمونږ د تعليمي ادارو دروازې پرانستې دي۔ ده ووئيل مونږ نړيوالې ورورولۍ څخه مط??لب?? كوٶ چې په فلسطينيانو د اسرائيل ل??وا د روانو ظلمونو او بربريت په لاره نيولو كښې خپل كردار ولوبوي۔ ده ووئيل د اسرائيلي جارحيت غندنې سره سره په دې خبره هم زمونږ ترمينځه د عزم پخلې شوې ??ې چې زمونږ خور ډاکټر عافيه صديقي اوږدې مودې راهسې مصيبت او كړاؤنو سره مخ ده په دې لړ كښې هم زمونږ هڅې ګټورې ثابتېدې شي، يو هېواد چې د بشري حقونو خبرې كوي ھغه په دې معامله هم بايد غور وكړي٬ مونږ به د ډاكټر عافيه صديقي خوشې كولو لپاره نورې هڅې هم كوٶ۔
وزيراعظم د اسرائيلي جارحيت په هر فورم بشپړه غندنه كړې ده٬ فلسطينيانو لپاره به د مرستې زر ټنه سامان لېږلے شي: د وزيراعظم د سياسي چارو سلاحكار رانا ثناء ﷲ د تحريك لبيك پاکستان مشرانو سره په ګډه خبري كنفرنس ته وينا
Hula honest betting link
مضمون کا ماخذ : como ganhar na quina