اسلام آباد۔26نومبر(اے پی پی) امام کعبه او د سعودي عربستان د شاهي عدالتونو صلاكار پروفېسر ډاكټر صالح بن عبد الله بن حميد د نړيوال ??سلامي پوهنتون اسلام آباد د نوي كېمپس دوره وكړه۔ د پوهنتون صدر ډاكټر ھذال ??مود العتیبی هم ده سره وو۔ امام کعبه په نړيوال ??سلامي پوهنتون كښې شاہ سلمان بن عبدالعزیز مسجد لپاره بېل كړې شوي ځايې ته هم لاړو۔ په دې موقعه ده ته ووئيلې شوو چې د دې جومات په تعمير به نزدې 32 ملین ډالر مصرف كولې شي۔ امام كعبه ته ووئيلې شوو چې د مسجد دننه هال كښی به د 4 زر?? سړو او 2000 مېرمنو د لمونځ كولو او د دې په صحن كښې د 6000 كسانو د ناستې ګنجائش وي۔ دلته به يو كتابتون او میوزیم وي او په مسجد كښی به كنفرنس لپاره محمد بن سلمان آډېټوريم هم جوړولے شي۔ د امام كعبه وېنا وه چې د خادمين شريفېن لخوا د جومات دا ډالۍ به د پ??هنتون مقام او منزلت لا سوا كړي۔ ده ووئيل زه په مثالي مېلمستيا كولو د پ??هنتون د انتظاميې مننه كوم۔ ده ووئيل د پ??هنتون رېكټر او صدر د ستائنې وړ دي ولې چې پوهنتون “په شريعت او قانون كښې د بشري ژوند تحفظ” په سرخط يو تعميري او كامياب كنفرنس وكړو په كوم كښې ګډون كولو لپاره چې زه په خاص توګه پوهنتون ته راغلم۔ امام کعبه ووئيل په دې كښې هېڅ شك نشته چې پوهنتون په حقيقي معنو كښې د اسلامي نړۍ خدمت كوي۔
د امام کعبه د نړيوال اسلامي پوهنتون د نوي كيمپس دوره ٬ د پوهنتون صدر امام كعبه ته شاه سلمان بن عبد العزيز مسجد لپاره د بيل كړې شوي ځايې او پلان په اړه بريفنګ وركړو
Futong Electronic Entertainment Platform Official Website
مضمون کا ماخذ : loteria de Minas Gerais