اسلام آباد۔13اکتوبر(اے پی پی)د منصوبه بندۍ او پرمختګ لنډ مهال?? وفاقي وز??ر محمد سميع سعيد وئېلي دي حكومت د ځپليو سيمو خېرښېګړی او پرمختګ لپاره عزم لري۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ په خپله مشرۍ كښې د سېلاب نه پس د ځپليو سيمو بحالۍ او تعمير نو فريم ورك ھلو ځلو په اړه د پالېسۍ اينډ سټریټیجی كمېټۍ بورډ دوهمې غونډې ته خطاب كښې وكړه۔په غ??نډه كښې د ګلګت بلتستان د منصوبه بندۍ٬د منصوبه بندۍ وزارت سېكرټري٬د اي اے ډي سېكرټري٬د ګلګت بلتستان چيف سېكرټري٬د ورلډ بانك كنټري ډائرېكټر٬د اېشين ډوېلپمنټ بانك كنټري ډائرېكټر٬د اروپائي ائتلاف اسلام آباد كنټري ډائرېكټر د يو اېن ډي پي ډپټي ريذيډنټ ډائرېكټر پشمول اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔په غ??نډه كښې د بلوچستان وز??راعلٰی او د ټولو صوبو سېكرټريز د وېډيو كنفرنس د لارې ګډون وكړو۔په غ??نډه كښې د منصوبو نفاذ او د صوبو څخه منظور شوو پروژو د پېشرفت هم جاج واخستلے شو۔د منصوبه بندۍ سېكرټري٬اويس منظور د سمرا غونډې ته د فور آر اېف پروژو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔محمد سميع سعيد ووئيل حكومت د ځپليو سيمو خېرښېګړی او تل پاتې پرمختګ لپاره عزم لري۔ده هدايت وكړو چې د فور آر اېف پروژې د ځڼډ ښكار ټول پي سي ون دې زر تر زره منظور كړے شي۔په دې موقع وفاقي وز??ر د ډونر ايجنسو فور آر اېف پروژو په تندۍ سره څارنې او نورو آسانيو په وركولو د منصوبه بندۍ وزارت مننه وكړه۔د دې نه علاوه هغه په سباؤن كښې هم د دې پروژو لپاره د مرستې جاري ساتلو عزم څرګند كړو۔
حكومت ځپليو سيمو كښې د خېرښېګړې او تل پاتې پرمختګ لپاره عزم لري۔ لنډ مهاله وفاقي وزير محمد سميع سعيد
Drunk Lady Entertainment Platform Link
مضمون کا ماخذ : estratégias para loteria