اسلام آباد۔1ستمبر (اے پی پی) د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ وئيلي دي د پاكستان په كوربتوب كښ د ملګرو ملتونو د امن مشن وزارتي غونډې تيارۍ په لړ كښې دوه ورځنۍ غونډه په اسلام آباد كښې وشوه٬ جا??ان سره په ګډه كوربتوب كښې دا غون??ه د ”د ملګرو ملتونو امن ډلو حفاظت او سلامتيا” سرخط لاندې وشوه۔ وياندې د جمعې په ورځ پرېس بريفنګ كښې ووئيل غونډه كښې د سېكرټرېټ مشرانو چارواكو او د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو استازو سره سره ځائي او نړيوالو پوهانو هم ګډون وكړو۔ په دوه ورځنۍ غونډه كښې په ذېلي موضوعاتو پېنل ډسکشنز وكړې شول۔ وياندې ووئيل پاكستان په پالېسي او آپرېشنل دواړو كچو د ملګرو ملتونو امن پوځ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ د ملګرو ملتونو د امن مشن وزارتي غونډې تيارۍ په لړ كښې د غونډ?? كوربتوب د پاكستان پرله ??سې پېوستون په ډاګه كوي چې مقصد يۍ بېلې شخړې لرونكو سيمه كښې سلامتيا او استحكام په ځايې ساتل دي۔ په كال 2023 كښې به وزارتی غون??ه دسمبر كښې په ګھانا كښ?? كولې شي۔ وياندې ووئيل نګران خارجه وزير جليل عباس جېلاني هم غونډې ته خطاب وكړو۔ په خپل خطاب كښې هغه ووئيل د ملګرو ملتونو امن ډلو له ??حفوظ چاپېريل باوري كول بايد اولنۍ ترجيح وګرځوې شي۔ وياندې ووئيل په خپل اختتامي خطاب كښې خارجه سېكتر ډاكټر محمد سائرس سجاد قاضی د امن سباؤن لپاره د پاكستان وژن په ډاګه كړو۔ دې ووئيل پاكستان به د امن پوځ مرسته لا پياوړې او متنوع كړي دغسې چې دا لا مستحكم او مضبوط كړې شي۔ وياندې ووئيل زمونږ مېرمنې به د امن ډلو په ټولو هڅو كښې مهم كردار ترسره كوي۔
د ملګرو ملتونو د امن مشن وزارتي غونډې تيارۍ په لړ كښې د غونډې كوربتوب د پاكستان پرله پسې پېوستون په ډاګه كوي٬ خارجه دفتر
Egypt's symbolic entertainment platform entrance
مضمون کا ماخذ : قدیم مصری کلاسک