اسلام آباد/مظفر آباد 16 مئي (اے پي پي) د پيپلز پارټۍ چيئرمېن خارجه وزير بلاول بھټو زرداري سره د آزاد کش??ير د پيپلز پار??ي مشرانو په اسلام آباد كښې ليدلي٬ د ملاقات په مهال دوي په مقبوضه سرينګر كښې د هند لخوا د جي 20 په کنفرنس كولو د خپلو تشويش نه خبر كړل۔ وزير خارجه بلاول بھټو زرداري سره په ملاقات كوٶنكو كښې د آزاد کش??ير د پيپلز پارټۍ صدر چوهدري محمد ??ٰسين،د اپ??زيشن غړې چوهدري لطيف اکبر، سردار يعقوب، فېصل راټھور، جاوېد ايوب، ميا وحيد، جاوېد بډھانوي، قاسم مجيد، بازل نقوي، نبيله ايوب، عامر ياسين او سردار ضياء قمر شامل وو۔ په دې موقع د وزيراعظم د كشمير چارو سلاحكار قمر زمان کائره هم موجود ٶ۔ ۔ په دې موقع ملاقات كوٶنكو بلاول بھټوزرداري په مقبوضه کش??ير كښې د جي 20 د كېدونكي كنفرنس په مهال د مظفرآباد او د باغ دورې بلنه وركړه او خواست ئې وكړو چې په دې موقع د كشميريانو مقدمه نړۍ ته وړاندې كړي۔ په دې موقع خارجه وزير بلاول بھټو ووئيل د کش??ير مقدمه زما په ترجيحي فهرست كښې دې۔ وفاقي وزير د آزاد کش??ير د پيپلز پارټۍ د باغ او مظفر آباد د دوره هم قبول كړه۔ ده وو د پيپلز پارټۍ مشرانو ته امر وكړو چې په مقبوضه جمو و کش??ير كښې د جي 20 كنفرنس د تابيا په اړه سياسي ګوندونه په اعتماد كښې واخَلي۔ خارجه وزير بلاول بھټو زرداري به د پيپلز پارټۍ د آزاد کش??ير چيپټر په بلنه كډوالو سره ملاقات هم كوي او په دې موقع به سول سو??ائټۍ سره هم په رابطه كښې وي۔ بلاول بھټو زرداري به په باغ، آزاد کش??ير كښې احتجاجي جلسه عام ته وېنا كوي او په مقبوضه کش??ير كښې به دهند ظلمونه په ډاګه كوي۔
خارجه وزير بلاول بھټو زرداري سره د آزاد کشمير د پيپلز پارټي مشرانو وليدل
GEM Electronics Online Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز خریدیں