لاهور۔6مارچ (اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د هېواد د تعليم نظام به د نوي دور د غوښتنو سره سمول وي٬ سباؤن د انفارمېشن اېنډ ټېكنالوجي او مصنوعي ذهانت په څير سائنسي څانګو كښې د پرمختګ سره تړلے دے٬ د زده كړو ادارو او د صنعت ترمينځه په زړه پورې تعلق به نه يواځې ځوانانو ته د مناسب روزګار مو??عې په لاس وركړي بلكې دې سره به د صنعتي پرمختګ امكانات هم رامخې ته شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د یونیورسټی آف مېنجمنټ اېنډ ټېکنالوجی دورې په مو??ع خپل خطاب كښې وكړه۔ په دې مو??ع اولنۍ مېرمن ثمينه عارف علوي ٬ د فېكلټۍ غړي ٬ ډينز ٬ ډائرېكټرز ٬ هېډ آف ډيپارټمنټس او خصوصي ماشومان هم موجود وو۔ صدر مملكت ووئيل مو??ږ له به خصوصي ماشومانو ته پان لرنه كول وي٬ زمونږ په ټولنه كښې د محرومه وګړو تناسب 10 فيصد دے٬ مو??ږ بايد دوي ته د عزت په نظر اوګورؤ دغسې چې دوي د محرومۍ احساس سره مخ نه شي۔ ده ووئيل یونیورسټی آف مېنجمنټ اېنډ ټېکنالوجی د خصوصي ماشومانو د زده كړو په مېدان كښې د پروموټ كولو يو غوره ګام پورته كړے ۔ صدر مملكت ووئيل په پا??ست??ن كښې د مخصوص وګړو لپاره ټاكلې كوټه بايد زياته كړې شي۔ ده ووئيل يو رياست لپاره دا ضروري ده چې هغه هر وګړي ته د روغتيا ٬ زده كړو او روزګار آسانۍ وركړي۔ ده ووئيل په پا??ست??ن كښې يواځې 9 فیصده ماشومان هالوجی/124211.html">ائیر ایجوکېشن ته ځي ٬ دا شمېره به 25 فيصده ته رسول وي۔ ده ووئيل مو??ږ له به په نړۍ كښې خپل مقام جوړولو له علم او هنر سره سره ځان په معاشي توګه هم مضبوطول وي۔ ده ووئيل انفارمېشن ټېكنالوجي نړيوال حركيات بدل كړي۔ په دې تناظر كښې پا??ست??ن لپاره ضروري ده چې په سائنسي توګه د پرمختګ كړو نړيوالو ماركيټونو ضرورت سره سمون لرونكي تعليمي اصلاحات وكړې شي۔ دې نه وړاندې صدر ډاكټر عارف علوي د یونیورسټی آف مېنجمنټ اېنډ ټیکنالوجی بېلو څانګو معائنه وكړه۔ په دې مهال صدر مملكت ته په پوهنتون كښې د بېلو پروګرامونو په اړه بشپړ بريفنګ وركړے شو۔ صدر د سپېشل سټډي دوره هم وكړه او دغلته يۍ د خصوصي ماشومانو د لاس د جوړو كړو څيزونو ستائنه وكړه۔
د تعليم نظام به د نوي دور د غوښتنو سره سمول وي٬ مونږ له به خصوصي ماشومانو ته خاص پام لرنه كول وي٬ ډاكټر عارف علوي
Kirin's Way APP game platform download
مضمون کا ماخذ : بفیلو بلٹز