اسلام آباد۔1مارچ(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف وئيلي دي چې د پي ټي آئي په شمول ټولو سي??سي ګوندونو ته د مذاكراتو بلنه وركوم ٬ په روانه وضعه كښې د مايوسه كېدو ضرورت نشته٬ باور دركوم چې د پاك پروردګار فضل سره به پاكستان كله هم ډيفالټ كېدو سره مخ نه شي٬ د حكومت په خوارۍ كښې هېڅ شك نشته٬ هيله ده چې په راروانو څو ورځو كښې به معاشي استحكام پلو لاړ شؤ٬ بزنس كميونټي ته باور وركوم چې د هغوي د مسئلو حل له به په هر فورم غږ پ??رته كوم۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د اسلام آباد چېمبر آف كامرس لاندې بزنس رول ماډل ایوارډ دستورې ته خطاب كښې وكړ??۔ ده ووئيل اسلام آباد چیمبر د هېواد په ټولو چېمبرز كښې زيات ښكلے دے۔چېمبر ته باور وركوم چې بزنس كميونټي سره به په ګډه د دوئي د مسئلو حل كولو له كردار ترسره كوم۔ ده ووئيل د پي ټي آئي په شمول ټولو سي??سي ګوندونو ته د خبرو بلنه وركوم٬ سياستمدار دې د يو بل عزت كولو سره رول ماډل جوړ شي۔ ده ووئيل په روانه وضعه كښې د مايوسه كېدو حاجت نشته۔ كه لويے څښتن ته منظور وي هېواد به كله هم ډيفالټ كېدو سره مخ نه شي۔ هيله ده چې په راروانو څو اونيو كښې به معاشي استحكام پلو روان شؤ۔ ده ووئيل د بزنس كميونټي د مسئلو حل د حكومت اولنۍ ترجيح د??۔ دستورې ته د اسلام آباد چېمبر آف كامرس صدر احسن ظفر بختاوي ه?? خطاب وكړو۔
د پي ټي آئي په شمول ټولو سياسي ګوندونو ته د مذاكراتو بلنه وركوم ٬ پاكستان به كله هم ډيفالټ كېدو سره مخ نه شي ٬ راجه پروېز اشرف
Bakery Bonanza APP Game Platform Website
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے انعامات