ابوظهبي 12 جنوري (اے پي پي) وز??راعظم محمد شهباز شريف د پاکستان او متحده عرب امارات ترمېنځه د اړيكو اهميت رامخئ ته كولو سره د دواړو هېوادونو اړيكې په ټولو څانګو كښې مستحكمولو لپاره د نورو موقعو په لټولو زور راوړے ٬ ده د تجارت او سرمايه كارۍ په موقعو د ??يا??اتو څرګندونه وكړه او دا په كوټلې شراك??دا??ۍ بدلولو او د دواړو هېوادونو د نجي څانګو ترمېنځه رابطې ګړندۍ او قوي كولو په اهميت ئې هم زور رواړو۔ د زيارت په ورځ د وز??راعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وز??راعظم محمد شهباز شريف د متحده عرب امارات (يو اے اي) نائب صدر، وز??راعظم او د دبئۍ حکمران شېخ محمد بن راشد المکتوم سره ليدلي دي ٬ په دې موقع شېخ محمد بن راشد المکتوم د وز??راعظم په دبئۍ كښې هركلے وكړو او د دوي په قيادت كښې د پاكستان پرمختګ لپاره ئې د نېك?? هيلو څرګندونه وكړه۔ وز??راعظم په تود هركلي د شېخ محمد بن راشد المكتوم مننه وكړه ۔ ده د پاكستان او يو اے اي په اړيكو اهميت زور رواړلو سره ووئيل پاکستان متحده عرب امارات د يو اعتماد وړ سياسي او اقتصادي شراك??دا?? ګڼي۔ ده د پاکستان او متحده عرب امارات اړيكې په ټولو څانګو كښې لا قوي كولو لپاره د موقعو په لټولو هم زور رواړو٬ دواړو مشرانو پاكستان او يو اے اي ته ګټه رسولو لپاره موجوده اړيكې په هره كچه د زياتولو په طريقو د ??يا??اتو څرګندونه وكړه۔ ده تجارت او سرمايه كارۍ په موقعو د ??يا??اتو څرګندونه او دا په كوټلې شراك??دا??ۍ بدلولو لپاره د دواړو هېوادونو د نجي څانګو ترمېنځه رابطې ګړندۍ او قوي كولو اهميت هم رامخې ته كړو۔ په دې مهال شېخ محمد بن راشد المکتوم د پاکستاني کميونټۍ د مينې او محنت ستائنه وكړه چا چې د يو اے اي په پرمختګ كښې ځانګړے كردار لوبولے۔ وز??راعظم محمد شهباز شريف د پاکستان او متحده عرب امارات ترمېنځه د تاريخي اړيكو ستائنه وكړه او د دوه اړخيزه اړيكو لا زياتولو لپاره ئې د يو اے اي قيادت سره په ګډه كار كولو لپاره د خپل حكومت د عزم پخلے وكړو۔ دغسې وز??راعظم شهباز شريف خپل د امارت هم منصب او شېخ محمد بن راشد المکتوم له په مناسب نېټو د پاكستان دورو بلنې هم وركړې كومې چې ھغوي قبولې كړې
وزيراعظم محمد شهباز شريف د يو اے اي نائب صدر، وزيراعظم او د دبئۍ حکمران شېخ محمد بن راشد المکتوم سره وليدل
Cock Rumble APP Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نمبر