اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) په جمو ا?? کشمير د هند غير قانوني تسلط په ضد توري ورځ په موقع وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې په خارجه دفتر كښې د كشميريانو سره د يووالي څرګندوني لپاره يوه دستوره وشوه دغسې په دې مهال يو لاريون هم وشو چې پكښې وزير مملکت حنا رباني کھر، د خارجه وزارت افسرانو او عملے ګډون وكړو۔ په دې موقع دستورې ته وينا كښې وزير مملکت حنا رباني کھر ووئيل ملګري ملتونه دې د کشمير مسئلې حل كولو كشې خپل كردار ترسره كړي، کشميريان د 75 كلونو راهسې د هند جبر او ظلم زغمي، پاکستان د کشميريانو سره ولاړ دې او ولاړ به وي۔دې ووئيل په 27 اکتوبر 1947 پي??ا شوې ظلم نن هم روان دې، هند په كشمير كښې د وګړو د عدالت نه غير قتل كښې ككړ دې۔ حنا رباني کھر ووئيل سيمه كښې د آبادۍ تناسب بدلولو لپاره غير قانوني ډوميسائل جاري کېږي۔دې ووئيل هند په 27 اکتوبر 1947 سري نګر كښې خپل عسكر داخلولو سره په کشمير غير قانوني قبضه كړې ده۔د دستورې په مهال د کشمير په اړه نغمه ”ميرے وطن“ ??م جاري كړې شوه،دستوره كښې د کشميريانو لپاره دعا هم وكړې شوه۔ دې نه پس د تورې ورځ په موقع خارجه دفتر څخه لاريون پيل شو د لاريون ګډون كونكو د پارليمنټ هائوس په لاره تر ډي چوك لاړل چرته چې سهار لس بجے سائرن وغږولې شو۔د تورې ورځ په موقع د خارجه دفتر څخه د لاريون مقصد د مقبوضه کشمير اولس سره د يووالي څركندونه كول ??۔ وزير مملکت حنا رباني کھر هم په لاريون كښې ګډون وكړو،لاريون كښې د کشمير لارښودو او نور حکومتي شخصيات هم ګډون وكړو۔دا خبره دې ياده وي چې په 27 اکتوبر هر كال توره ورځ لمانځلې كېږي، 1947 كښې په دې ورځ هند په جمو ا?? کشمير په غير قانوني توګه پوځي طاقت سره قبضه كړې وه۔
ملګري ملتونه دې د كشمير مسئلې حل كولو له خپل كردار ترسره كړي۔ وزير مملکت حنا رباني کھر خارجه دفتر كښې تورې ورځ دستورې ته وينا
American Roulette Official Entertainment
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا جیک پاٹ