اسلام آباد 27 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د ا??ري??ې خپل هم څنګ انټوني بلنكن سره په واشنګټن كښې ليدلي دي ٬ په دې مهال ا??ري??ې په پاكستان كښې د سېلاب ځپليو مرستې لپاره د 56.1 ملين ډالر د وړاندې څخه د اعلان كړې مرستې نه علاوه د نورو 10 ملين ډالره د مرستې اعلان كړے۔د نهې په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزرير بلاول بهټو زرداري په واشنګټن كښې د ا??ري??ې خارجه وزير انټوني بلنكن سره مل??قات كړے۔خارجه وزير د ا??ري??ې خپل هم څنګ ته په پاكستان كښې د سېل??ب له امله د تباهۍ په اړه ووئيل چې پكښې 33 ملين څخه زيات خلق بې كوره شوي او د قيمتي زيان نه علاوه معاش ذريعو ته هم زيات زيان رسېدلے دے۔ده د پاكستان حكومت او اولس د مرستې هلو ځلو په اړه د ا??ري??ې خارجه وزير خبر كړو او په مرسته يې د ا??ري??ې حكومت مننه وكړه۔خارجه وزير ووئيل چې كوم هم هېواد د دې سخت بحران پخپله يواځې مخ نيوې نشي كولے۔ ده په دې خبره زور راوړو چې پاكستان د موسمياتي بدلون څخه تر ټولو زيات ځپلے شوو هېوادونو كښې شامل دے ۔خارجه وزير ووئيل پاكستان د موسمياتي انصاف خوښي لري او په دې لړ كښې خپلو شراكتدارو پلو ګوري دغسې چې هغوي د دې موسمياتي آفت څخه وتلو له زمونږ مرسته وكړي۔خارجه وزير په منطقه كښې د امن٬سلامتيا او اقتصادي خوشحالۍ ودې لپاره د پاكستان ا??ري??ې د اړيكو تاريخي او په زيات شوي اهميت زور راوړو۔د ا??ري??ې خارجه وزير په پاكستان ګښې د سېل??ب له امله په قيمتي ځاني او په اقتصادي زيان پاكستان سره د غمرازۍ او يووالي څرګندونه وكړه۔ده د بحالۍ او بيا رغونې چېلنجونو مخ نيوي كښې د پاكستان سره د مرستې جاري سا??لو د ا??ري??ې د عزم پخلے وكړو۔خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د بشري بحران مخ نيوي لپاره د افغانستان د مرستې او په ضرورت هم خبرې وكړې او په دې خبره يې زور راوړو چې پاكستان به په افغانستان كښې امن٬پرمختګ او استحكام لپاره د نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه خپل كار جاري سا??ي۔دغسې د ا??ري??ې خارجه وزير د افغانستان څخه د وتلو په مهال د پاكستان لخوا په مل??تړ مننه وكړه۔په خارجه محكمه كښې د پاكستان او ا??ري??ې ترمينځه د سفارتي اړيكو 75مې سالګرې لمانځلو دستورې په موقع د ا??ري??ې خارجه وزير انټوني بلنكن د سېلاب ځپليو لپاره د اضافي 10 ملين ډالره اعلان هم وكړو په كوم چې د پاكستان خارجه وزير د هغه مننه وكړه
د خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د امريكې خپل هم څنګ انټوني بلنكن سره ملاقات ٬په پاكستان كښې د سېلاب ځپليو مرستې لپاره د لا 10 ملين ډالر د مرستې اعلان
Lightning Dice Login Platform
مضمون کا ماخذ : quina prêmio acumulado