اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) آئي ټي او ?? ټيلي کميونيکيشن وزير مملكت شزه فاطمه وئېلې دي ډيټا ريګوليشن او ??ائبر سکيورټي ته مونږ وړومبۍ پام لرنه كوو ، آئي ټي برآمدات 25 ارب ډالرو ته رسول هدف دے ۔ دې د زيارت په ورځ آئي ټي وزارت كښې تابيا شوي راونډ ټيبل سيشن ته د ‘اوپن ډيټا فلوز اينډ پاکستان ډيجيټل اکانومي’ په سرخط خطاب کولو ۔راونډ ټيبل سيشن كښې د ايشياء انټرنيټ کوليشن منيجنګ ډائريکټ?? جيف پين، ګوګل او ?? ميټا استازو ګدون كولو۔ په دې مهال کنوينر ډيجيټل پاکستان کميټي تانيه ايدروس او ??يکرټري آئي ټي عائشه حميرا چوهدري هم موجود وې ۔وزير مملکت ووئېل د آئي ټي څانګې ترقۍ له عزم لرو ، آئي ټي برآمدات تر 25 اربه ډالرو رسول زمونږ هدف دے، د وزيراعظم په هدايت د پرائيويټ سيکټر په هره ډول مرسته كوو ، د پاکستان هم په ډيجيټل معيشت بدلولو لپاره اقدامات روان دي۔ راونډ ټيبل سيشن كښې د ډيټا لوکلائزيشن په اړه تفصيلي خبرې وشوې او ګدون كوونكو د ډيټا حساسيت او ?? ډيټا هوسټنګ په بابله خپله رائے هم وركړه ۔ راونډ ټيبل سيشن كښې د پاکستان سافټ ويئر هاوسز ايسوسي ايشن، پي ټي اے، ايس اي سي پي، سټيټ بينک، اين آئي ټي بي چارواكو او ?? آئي ټي وزارت سينئر چارواكو هم ګډون وكړو ۔
ډيټا ريګوليشن، سائبر سکيورټي ته وړومبۍ پام لرنه كوو ، د آئي ټي برآمدات 25 اربه ډالرو ته رسول هدف دے، د آئي ټي وزير مملكت شزه فاطمه راونډ ټيبل سيشن ته خطاب
Online City Honest Entertainment Platform
مضمون کا ماخذ : quina prêmio acumulado