اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي حکومت د معاشي بحالۍ ل??اره كوټلي ګامونه پورته كوي٬ د سرکاري ملکيتي ادارو نجکاري كوٶ او حكومتي خرڅونو كښې كمي لپاره به غېر فعاله ادارې ختمولې شي٬ د ډاؤن سائزنګ په پاليسۍ عمل كوٶ،فيډرل بورډ آف ريونيو پشمول معيشت به ډيجيټائزيشن كولې شي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د برتانيه ايجوکيشنسټ او د برتان??ه وزيراعظم د ډيليوري يونټ پخواني مشر سر مائيکل باربر په مشرۍ كښې پلاوي سره په خبرو كښې وكړه چا چې ده سره په وزيراعظم هاٶس كښې ملاقات وكړو ۔ په پلاوي كښې د برتانيې فارن، ډويلپمنټ او د کامن ويلتھ آفس ډائريکټر جو موئير، او سينئر ګورننس ايډوائزرز نويد عزيز او د ميټ کلينسي شامل وو۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان او برتانيه تاريخي دوه اړخيزې اړيكې لري كومې چې په څو لسيزو اډانه دي او د وخت سره سره لا قوي كېږي، پاکستان برتانيې سره خپلو اړيكو ته په درنه سترګه ګوري۔ ده ووئيل برتانيه ?? پاکستان په بېلا بېلو څانګو كښې معاونت كوي او ?? پاكستان مهم شراكتدار دے ٬ مونږ د برتانيې حكومت مننه كوٶ٬ دغسې د دواړو هېوادونو د اولس شريكې اړيكې به لا قوي كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل ?? پاكستان حکومت برامدات او ټېكس بېس زياتولو له ګامونه پورته كوي٬ پاکستان د انفارميشن ټيکنالوجۍ او زراعت پحقله زيات استعداد لري ۔ پلاوي ته د بريفنګ په مهال ووئيل شول د وفاقي وزارتونو د کارکردګ?? جانچ پحقله ټاسك مينجمنټ سسټم جوړ كړے شوے۔ په دې موقع سر مائيکل باربر د حکومت د معاشي بحالۍ پلان ستائنه وكړه او وې وئيل حکومت معاشي اصلاحات په اړه په سم لوري روان دے۔ ده هيله څرګنده كړه چې د وزيراعظم شهباز شريف په موثره قيادت كښئ به پاکستان ډېر زر په معاشي ستونزو قابو موندلو كښې كامياب شي۔ د پلاوي غړو ووئيل برتانيه به ?? پاكستان په هره څانګه كښې بشپړه مرسته كوي٬ ?? پاكستان پرمختګ زمونږ پرمختګ دے۔ په دې موقع وفاقي وزيران احد خان چيمه ، محمد اورنګزېب، رانا تنوير حسين، د آئي ټي دوهمه وزيره شزه فاطمه، د وزيراعظم کوآرډينيټر رانا احسان افضل، د پلاننګ كمېشن ډپټي چيئرمېن جهانزيب خان او اړوند سركاري چارواكي هم موجود وو۔
حکومت معاشي بحالۍ لپاره كوټلي ګامونه پورته كوي٬ د سرکاري ملکيتي ادارو نجکاري او غېر فعاله ادارې به ختمولې شي ۔ د وزيراعظم شهباز شريف د برتانيه پلاوي سره خبرې
Pea Fairy Trust Betting APP
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز آن لائن ٹکٹ